شهزاد محمدي د ویراټ کولي ریکارډ مات کړو

د افغان لوبډلې د پیل توپ وهونکی او ویکټ ساتونکي شهزاد محمدي په یو نړیوال ټورنمنټ کې د څلورو نیمه سلیزو په جوړولو سره د هندي لوبغاړي ویراټ کولي ریکارډ مات کړو.

شهزاد ددې تر څنګ په دوه مختلفو نړیوالو سیالیو کې په یو ورځ  پرلپسې نیمه سلیزو په جوړولو سره د کرکټ په تاریخ کې هم خپل نوم ثبت کړې، لدې نه مخکې هندې لوبغاړي ویراټ کولي په یو ټورنمنټ کې درې نیمه سلیزې جوړې کړې وې.

د شهزاد محمدي په څلورو نیمه سلیزو جوړولو سره خپله افغان لوبډله د صحرا جام د پای لوبې ګټونکې کړه.

کولي یاد ریکارډ تیرکال يه شل اوریزو سیالیو په لړ کې د کرکټ نړیوالی شورا سره ثبت کړې وه.

افغانستان د صحرا جام په سیالیو کې په نیمه پاې لوبه کې د عمان لوبډلې سره مخامخ شو، د شهزاد د اتیا منډو په جوړولو سره عمان لوبډلې د افغان لوبډلې څخه ماته ومنله.

وروسته لدې چې افغان لوبډلې د عمان لوبډلې ته ماته ورکړه څو ساعته وروسته افغان لوبډله په پاې لوبه کې د ایرلینډ ملي لوبډلې سره مخامخ شوه چې د شهزاد د دوه پنځوس مندو پر مټ  یې یو ځل  بیا ایرلینډ لوبډلې ته ماته ورکړه، ایرلینډ د افغانستان څخه په داسې وخت کې لوبه بایلوده چې یو لوبغاړې یې هم نه وه سوځیدلې.

د یاد ټورنمنټ په سیالیو کې افغانستان په خپل ګروپ کې چې عربی متحده اماراتو، نیمیبیا او ایرلینډ شامل وه پرلپسې ماته ورکړه.

هیره دې نه وي چې د صحرا جام سیالیو پاې لوبه د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې تر سره شوه، چې افغان کرکټ ملې لوبډلې یې د اتلولې جام خپل کور ته راوړو.