طالب قران شهید کړ !

 

محمد انور حیدري

طالب قران شهید او ددې قران لارویان یې شهیدان کړل،طالب مینه شهیده کړه دنګه ځواني یې خاوري کړه یوه دُنیا هیله یې مړه کړل، د یوې خور د زړه درد یې ډېر کړ د یوې مور د زړه ټوټه یې ترې بېله کړل د یوې ورېینداري یوه ځولۍ هيلي ارمانونه یې شهیدان کړل.

طالب مینه ووژل او نفرت ته یې اوبه ورکړې طالب درد ډېر کړ، اوښکي یې راکړې زما د یوې دُنیا جانان یې رانه بېل کړ، د یوې یوې کورنۍ روزي پیدا کوونکی یې ترې واخیست ولي ظالم؟

طالبه تاته وایم ته خو انسان وې ته خوپه دې پوهېدې چي ستاسو دا کار د اسلام سره په ټکر کي دی بیا دي هم ترسره کړ؟

آخیرولي د چا په خوښه په څومره پیسوپه کوم موقف درکولو یي دې ته تشویق کړې چي د هرې کورنۍ رڼا مړه کړې،ته نه وې خبرچي د هرسرباز کورنۍ د هغه میاستنۍ تخواته سترګي په لاره وه؟

ته نوې خبر چي هغه په درد پرته مور سپین ږیری پلار درلودی ته نوې خبر چي هر بچې هر یوه یوه لمن هيلي درلودې، په دې ځل تنخوایې خپلې خوږې میني ته کالي کول خپلي شاپیرۍ ته یې په نازکو لاسونه کي نوي بنګړي ورکول ته نوې خبر چي هغه یوه ګرانه خور درلودل چي هره ورځ یې د خپل ښکلي ورور په نوم فخر کوی؟

دا ستا هېر وه ولې ظالمه ولي ؟

تا د چاه زړه ته نه کتل چي درد کوي آيا ته مور، خور، مېرمن نازکه لورکۍ واړه بچیان نه لرې؟

تا یوځل هم دا فکر ونه کړ چي زه څه کوم او د چا لپآ ره یې کوم اوچاته یې ورماشه کوم؟

تا نه لیدل چي هغه د الله (ج) په سجده پراته دي تا مسجد نه ليدی، دلته کافر چیري وو؟ دلته امریکایي چیري وو تالږ هم فکر نشو کولای؟

پوهېږم چي ته خرڅ شوی یې ته نه مور پیژنې، نه خور،نه مېرمن نه اولاد او نه هم اسلام او نه هم ارزښتونه نو زه لیونی ولي ستاڅخه ګیله کوم، تا دیوې درني کورنۍ اصل بچی ورته شهید کړ تاسو ددې خاوري اصلي زامن شهیدان کړل.

دوی هم خدای پېژندی هم وطن تاپه ځان څه وکړل؟

طالبه تا یو سترجنایت وکړ تا کرکه اونفرت خپورکړ ستاسو له نوم څخه اوس خلک نفرت کوي ته خبر یې طالب یعني وحشي ځناور،پلورل سوی د پیردیو غلام دا ټول ستاسو نومان دي.

اوس به هغه مور،خور،مېرمن او ښکلي بچیان څه کوي چي د لمر پرېوتوته یې د پلار جان لار څارل؟

کېدای ش چي نوي کوژده شوي ناویاني به هم وې کېدای شي ډېری به داسي وه چي نن اوسبا یې د واده چمتوالی نیوی، د ټول آرمانونه دي خاوري کړل.

بس نور څه نه درته وایم الله دي تاسو ټول او ستاسو بادارانو هیلي مړې او تل په غم اخته شئ

هره کلمه مي په آوښکولیکلې.

وطنه قربان دي تر میني شم خو سم دم یې لیونی کړم وطنه څومره خوږ یې په ولا خوږ یې په ولا خوږ یې.

د ټولو شـــــــــــــــــــــهیدانو دي شهادت قبول او ټپیانوته د لوی رب څخه د روغتیا هیله کوم.

د بلخ ویر