پنجشنبه , 25 اپریل 2024

طب پوهانو:دپښتورګو د ناروغي عوامل اودرمل لټولي

یوې روسۍ سرچنې د Scientific Reports له قوله لیکي چي په عمر زاړه خلک یا د ډیرعمر لرونکو خلکو پښتورګې ولې له فعالیت لویږي اوبیا یې په وړاندې  پښتورګيیوډول دفاعي درمل کار نه کوي.

خو دمسکوپه حکومتي پوهنتون کې ځايي ساینس پوهانو داځای کشف کړی چي ولې د زړو انسانانو پښتورګي له زړښت سره سم له کارلویږي او بیا یې په اړه درمل یوډول فعالت ته نه شي اماده کولای،خو هغوی لیکلي چي له زړه سره سم د دوی پښتورګي له infarction انفارکتوس وروسته خپل فعالیت له لاس ورکوي.یعنې له هغه وروسته زیانمنیدونکي حجرې بیا دفضله یامضر موادو دپلټر یا سپاکولو ځواک نه لري.

اوس دوه خبرې په ګوته شوې یو داچي ولې دزړو انسانانو پښتورګي دعمرمطابق زیانمن شي اوبل داچي ولې ددې درمل په دورمره پرمختللې نړۍ کې لا اوس هم کار نه شي کولای اوساینس ترې عاجزه شوی دی؟

په همدې اړه دمسکو دپوهنتون لومونوسوف … پروفیسرایګورپلاتنیکوف ویلي چي باید موږ لومړی په دې وتوانیږو چي ترټولو وړاندې باید داسي درمل جوړ شي چي Ischemia په ضد مقاومت وکړي او دپښتورګو وړتیا او اړتیا دپخواپه څيرپوره شي ،هغه وايي چي دپښتورګو زړښت mitochondria,) له خرابیدوکې  ځانګړی رول لوبوي، چي دجحرو برقي سټیشن ځاني ډي این اي DNA لري، خوکله چي هغه له فعالیت ولویږي اود کثیفوشیانو مخه ونه شي نیولای ،نوپه حجرو کې دانرژۍ  “energovalyuty”، ATP،د ودې مالیکولونه زیامن کموالی رابرسیره کوي چي بالاخره دحلزونې ناروغیو لکه دشکر، الزهایمر او نورو سبب کیږي.

دیوې ځانګړې ازموینې په پایله کې پروفیسرپلاتنیکوف اوڅیړونکو وکتله چي په کوم ډول دمیتوکندري زړوالي پړاو زیات عمره انسانانو په پښتورګو کې دفعالیت نه کولو په صورت وده کوي.

دهمدې ازموینې په پایله کې دوی ولیدل چي دځوانو او زړو موږکانو په پښتورګو کې کوم ډول څه تیرېدل یعنې دوینې رسولو جریان اخلال ،بندیز اوتیزوالی موجودوو،خوهغوی په نښه کړې اوعوامل یې ورته لټولي دي.

دوی یوه داخبره هم په ګوته کړې چي د زړه حملې ترټولو ډیر اوتل دپښتورګو له ناسم فعالیت اوچلند څخه رامنځ ته کیږي .

خوځینې ناروغي لنډمهاله وي انسان بیرته عادي حالت راګرځي ،په هغه صورت دزړه ناروغي خطره نه وي.

زاړه موږکان له دې امله مړه شوې چي د دوی دپښتورګو فعالیت ناسم ښودل شوی وروستی تجربو ښوودلې چي دپښتورګو ناسم فعالیت دزړه حمله اومرګونې دسیسي دانسان بدن ته جوړوي،دوی وايي راتلونکي کې به دوی دحجرې دځان پاکولو لپاره یو داسي سیسټم یامیتود وړاندې کړي چي دپښتورګو ناسم فعالیت مخه ونیسي.