عالیه بټ؛ د یوه يې زړه مات کړ، بل يې راخپل کړ

د بالیووډ ځوانه او ښکلې اداکاره تازه له خپل پخواني انډیوال علي ډاډارکر سره روغه جوړه کړې؛ خو نوی یار سدرات ملهوترا يې خپه پریښې.

د هندوستان رسنیو هغه عکسونه خپار کړي، چې پکې عالیه بټ خپل پخواني مین علي ډاډ ته ورغاړې وتې ده.

تر دې مخکې عالیه د سدرات ملهوترا خوږه ملګرې او انډیواله وه.

د سدرات او عالیه بټ په اړه ان موده وړاندې داسې خبرونه هم ورکړل شوي وه، چې ګنې ژر به سره واده وکړي.

د یو بل خبر له مخې سدرات ملهوترا د عالیه بټ سره ټول هغه تجارتي اعلانونه لغوه کړي، کومو لپاره چې به دوې دواړو مارکیټینګ کاوه.