عامه اداره او ارواپوهنه

شریف شاهین

موضوع به د ارواپوهنې له تعریف څخه پیل کړو؛ او بیا په دې وغږیږو، چې ارواپوهنه د ادارې سره څه اړیکه لري او ولې د اداره چیانو لپاره په اراواپوهنه پوهیدل اړین دي؟!

سیکالوژي یا ارواپوهنه په ټولنه کې د انسانانو د سلوک څخه بحث کوي. که لږ يې نور هم ساده کړو، نو ویلای شو، چې ارواپوهنه د انسان د چال چلند او روش تحلیلي او هر اړخیزه مطالعه ده.

اداره څه ده؟!

اداره ګڼ تعریفونه لري، خو موږ يې دلته د ارواپوهنې سره تړلی یو تعریف وړاندې کوو.

لکه څنګه چې موږ وویل، ارواپوهنه د انسان چال چلند مطالعه کوي؛ اداره بیا د انسان کړنې مطالعه کوي. یغنې د ادرې مشر یا مسؤلین بشري او مالي سرچینې تظیم او مشخصوي او یوې منطقي موخې ته د رسیدو په خاطر پریکړې کوي.

که ساده يې ووایم، ارواپوهنه د انسان سلوک او رویه څیړي او اداره بیا د انسان عمل او کردار څيړي. او دا خو ښکاره خبره ده، چې د انسان ټولې کړنې د هغه د سلوک څخه اغیزمنې کیږي. نو په همدې اساس اداره او ارواپوهنه نه شلیدونکي اړیکې لري.

دا به هم پر ځای خبره وي، چې که ووایو ارواپوهنه د ادارې د علم لپاره یو رهنمود یا لارښود دی.

ارواپوهنه په عامه پالیسي جوړونه کې هم لوی نقش لري. بې له شکه چې اراوپوهنه او عامه ادره یو له بل سره نږدې اړیکې لري.

په معاصر وخت کې اداره د ارواپوهنې له زوايې تر مطالعې لاندې نیول کیږي. پخوا اداره د یو شمیر مشخصو اصولو او پرنسیبونو په اساس مطالعه کیده.

د ادارې کلاسیکو څیړونکو فکر کاوه، چې انسان یو منطقي مخلوق دی او تل منطقي پریکړې کوي. خو؛ اوس دوې د ارواپوهنې د علم د مطالعې په اساس دې پایلې ته رسیدلي، چې انسان په تمامه مانا منطقي نه دی. کله ناکله د هغه چال چلند د غیري منطقي عناصرو تر اغیز لاندې هم راځي لکه د هغه خوښه او ناخوښه؛ ویره، مینه او نور.

هیربیرټ سیمن Herbert Simon یو امریکايي دی او د اداري په علم کې ګڼ کتابونه لیکلي؛ په اقتصاد کې يې د نوبل جایزه اخیستي او تر ۲۰ ډیرې افتخارې PhD ډیګریاني لري. هغه ذ لومړي ځل لپاره د انسان د تړلي منطق یا Bound-rationality تیوري رامینځ ته کړه. هغه وویل، چې انسان سلو په سلو کې نه هم منطقي دی او نه هم غیرې منطقي؛ بلکې ددواړو ترمینځ دی، چې تړلی منطق یا Bound-Rational يې بولي.

دې مطالعاتو د عامه ادارې په علم کې مهم بدلونه رامینځ ته کړل. د ارواپوهنې اغیزمنتیا د ادارې په علم کې لا ډیره جوته شوه او د هرې رسمي ادارې یوه اساسي برخه وګڼل شوه.

په اداره کې د سیکالوژي د علم او د افرادو ترمینځ د اړیکو ارزښت وروسته له هغې لا ډير مهم وبلل شو، کله چې په ۱۹۲۷ـ۱۹۳۲کال کې ایلټن مایو Elton Mayo د هاټران په نوم څیړنه ترسره کړه. ددې څیړنې په پایله کې ایلټن مایوو وموندله چې د یو اداري په تولید او ترویج، او د کارکوونکو په خوشالولو کې د افرادو ترمینځ د اړیکو جوړولو یا Human Relation څخه پرته بل هیڅ هم مهم نه دي.

ایلټن مایو د Human Relation Approach بنسټګر ګڼل کیږي او هغه په اداره کې د افرادو ترمینځ د اړیکو په جوړولو او پراخولو ټینګار کوي.

چیسټر برنارډ Chester Barnard 1886_1961 هم د ادرې په رسمي چوکاټ کې د افرادو ترمینځ په غیري رسمي اړیکو ټینګار کوي. د هغه په باور چې همدا غیري رسمي اړیکي دي، چې یو رسمي سازمان ترې جوړيږي.

نوموړی رسمي سازمان یاformal organization  د فعالیتونو د همغږۍ یو سیتم بولي، چې د دوه یا زیاتو خلکو څخه جوړ شوی وي. د نوموړي په باور هره رسمي اداره د خلکو څخه جوړه شوې ده او خلک خپل منځي اړیکو جوړولو ته اړتیا لري. په همدې اساس د هغه ټینګار په دې دی، چې په یو رسمي چوکاټ او سازمان کې دې د افرادو ترمینځ اړیکې جوړي او غښتلې شي. نوموړي دې ته د غیري رسمي سازمان یا informal organization  نوم ورکړ. یغنې په هر رسمي سازمان formal organization  کې دې یو غیرې رسمي سازمان یا informal organization  جوړ شي، څو د ادرې تولید او لاسته راوړنې زیاتې شي او کارکوونکي هم خوشاله او راحت اووسي.

په اداره کې د انساني اړیکو پالل یغنې خواخوږي، ټیم جوړونه، ګډه تصمیم نیوه، او په ټوله کې د صلاحیتونو منظم ویش او ګډه همکاري ددې لامل کیږي، چې اداره په لنډ وخت کې ډيره مخکې لاړه شي.

په اوسني وخت کې ارواپوهنه د عامه ادارې یوه نه بیلیدونکې برخه ګڼل کیږي، چې ګڼ نور تاوده مسایل يې هم د عامه ادرې پوهې ته ورګډ کړي دي. په ځان باور، هڅونه، ویاړ، د شخړو حل، اړیکې جوړونه، او پرموشن د سیکالوژي عناوین دي، چې په ادره کې تر مطالعې لاندې نیول کیږي.

په ټوله کې موږ ویلای شو، چې په اداراتو کې د کارکونکو د استخدام لپاره د ارواپوهنې په برخه کې هم باید ازموینې واخیستل شي.