پنجشنبه , 28 مارچ 2024

عبدالله پر افغان سرتېرو د برید په تړاو امریکا ته خبرداری ورکړی دی

د ملي وحدت حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله امریکايي ځواکونو ته د افغان سرتېرو د بمبار په تړاو خبرداری ورکړی دی.

اجراییه رییس ډاکټر عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، د امریکايي ځواکونو له لوري د افغان سرتېرو په نښه کول هغه تېروتنه ده چې بل ځل باید تکرار نه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په هلمند کې د امریکايي ځواکونو له لوري د افغان سرتېرو د بمبارولو د پېښې څېړنې روانې دي او ډېر ژر به یې پایلې له خلکو سره شریکې شي.

د ډاکټر عبدالله په وینا ورته پېښې ددې لامل کېږي چې د هېواد دښمنان پیاوړي، افغان ځواکونه کمزوري او پر امریکا خلک بې باوره کړي.

نوموړي ټينګار کړی، چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره دې اړین تدابیر ونیول شي او له تکرار یې دې په جدي توګه مخنیوی وشي.

هېره دې نه وي چې تېره اونۍ د امریکايي ځواکونو په یوه برید کې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ۱۶ افغان سرتېري ووژل شول. د ولسي جرګې غړو دغه برید قصدي عمل بللی و، خو امریکايي ځواکونو تېروتنه وبلله.