عربي هېوادنه د ایران پر ضد امنيت شورا ته شکایت کوي

د عربي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د مصر پلازمېنې قاهره کې په خپلې بېړنۍ ناستې کې د لبنان حزب الله ډله ترهگره بللې او په منځني ختيځ کې يې د ایران سیاسي او پوځي لاسوهنې غندلي دي.

د عرب  ټولنې مشر احمد ابو غیط ویلي، چې د ایران د سیاستونو پر وړاندې د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته شکايت کوي او ټينگار يې کړی، چې د ایران د سياستونو پر وړاندې عربي هېوادونه يوه خوله دي.

له ایران سره د لفظي شخړو پر مهال ابو غیط وويل، چې اوسمهال عربي هېوادونه له ایران سره جگړه نه غواړي او زیاتوي، چې حزب الله ډله په عربي هېوادونو کې د ایران د پرمختللو وسلو پر مټ ترهگري خپروي.

عرب ټولنې يو کميسيون ټاکلی، چې په نيويارک د امنيت شورا له مشر سره د ليدو پر مهال د ایران د سیاستونو او لاسوهنو په اړه امنيت شورا ته شکایت وکړي.

عرب ټولنه وايي، چې د سعودي پر پلازمېنې ریاض د حوثي ملېشو لگېدلی توغندی په ایران کې جوړ شوی او له ترهگرو ډلو سره د ایران پوځي مرستې د منځني ختيځ امنيت او ټيکاو ته ستر گواښ دی.

په ورته وخت کې د سعودي د بهرنيو چارو وزیر عادل جبیر له عرب ټولنې وغوښتل، چې د ایران د کړنو پر ضد جدي کړنلاره وټاکي او په سيمه کې د ایران د لاسوهنو پر ضد يو لاس او يوه خوله شي.

خو ایران هم د عربي هېوادونو په ځواب کې سعودي او ايتلافيان يې د ترهگرۍ ملاتړ تورن کړي دي.

د ایران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظریف هم تېره ورځ په ترکيې کې يوې غونډې ته وويل، چې سعودي او ايتلافيان يې د ترهگرۍ ملاتړ کوي، په يمن کې جگړه کوي، قطر يې کلابند کړی او په لبنان کې کړکېچونو ته لمن وهي.

د جواد ظريف په وينا سعودي په سيمه کې ناوړه سياستونه پيل کړي، چې له امله يې د منځني ختيځ ټيکاو له گواښ سره مخ شوی دی.

د ترکيې په انتاليا ښار کې له خپل روسي او ترکي سيال سره په خبرو کې جواد ظریف له سعودي عربستانه وغوښتل، چې په خپل سياست او تگلارې کې بدلون راولي او د سيمې په امنيت او سوله کې گډون وکړي.