غریبۍ څه کانې دې وکړې!

 

په دوه اطرافو، د انسان پرشخصیت او د هغه پرټولنیز ژوند داسې منفي تاثیر کوي چې،حدود ماتوي

پرشخصیت د تاثیر مفهوم دادی چې د نورو دباور ټینګې اړیکې درشنډوي له ټولنیز ژوند سره یې اړیکه داسې ده چې د خپلوۍ د پاللو له پښتني فرهنګه دې هم بې برخې کوي د ژوند هر اړخیز اړین ضروریات دې هم جرحه کوي.

نو ځکه دسیالانو سیال د احتیاج په شلیدلي ټغر او په سوړ نغري د کلیوالۍ او ملګرتیا له باارزښته کاروانه شل پاتې کیږي .

دغه نوملړ د هغو ځوانو ورونو او خویندو له نومو تشکیل دی چې مجبورۍ یې پرتنه د خاورو او سپیرو دوړو لمنه خوره کړې .

اف عجیبه نظام نادره ټولنه کې ژوند کوو له فرضي او نفلي عباداتو مو د انکار په موخه له رب سره په مستقیم ډول اړیکې پرې کړي کاش چې پوه نه وای ملامتیا به مو هم نه وه .

ځان کوڼ کول، ځان ړندول، ځان ته په خپله دوکه ورکول، له حق منکر کېدل، حرام حلال او حلال حرام ګڼل مو دولس د غربت ،وژنې ،بې اتفاقۍ ، زوال، دښمنۍ ، او تعصب غایه ده تاسې د دې ټولو عینې شاهدان یاست.

(لیکنه: محمد غوث (نوري