پنجشنبه , 25 اپریل 2024

غریب پلار،ستره سرمایه

لیکنه محمدخان ذهین

له کوره پوهنتون ته په لار وم، زموږ د کلي غریب دهقان چې تر ډېره د خلکو له نظره لوېدلی و، په ځان پاکو جامو او خوشحاله ګامونو حېران کړم؛ دا ځکه چې دلته خو هر نوی بدلون نوی رنګونه لري. دا چې د غریبۍ سره اشنا د ډېرې خوشالۍ سره نااشنا وي، نو دهقان کاکا هم فقر وهلي پوستکي د خانانو په لباس کې نااشنا ښکارېده، بس سم د زړې ناوې قیصه وه.

ومې پوښتل څنګه مو ګاونډي اختر کړی؟ د سیند په غاړه ولاړ یو جل وهلي په ترخه مسکا وویل: نه پوهېږو خو وایي چې ځوی یې پانتون مانتون کې د اول نمرګۍ په خاطر په یوه غونډه کې سره له پلاره ستایل شوی؛ ځکه یې د خوشالۍ وزرې کړي. دځان سره مي وویل، رښتیا چې د زرو قدر په زرګر وي. د دې دهقان کاکا ځوی مې ولید . د محصلۍ نوم یې د غریبۍ نښې یو څه ورکې کړې وې. په دې غریبۍ کې د اول نمرګۍ په اړه مې ترې وپوښتل ! مُسک شو ،او د محصلۍ په ژبه یې راته  وویل: د ضرورت او مکلفیت په درک کولو. د هغه دا ځواب لکه زموږ سپین غر تر واورو لاندې رنګ پټ کړی و . ناستو کې ډېرو جمله عادي وګڼله خو تحلیل یې د نړۍ د نقشې په څېر ککرې غوښتې.

دې غرین ځواب باندې سم پوهېدو لپاره د غره تَـل ته تګ پکار و، خو ددې تګ جواز له هاغو سره و ، چې د مجبورو زده کړو هاخوا یې د ذهن په ډېپو کې اضافي پاڼې لرلې. ممکن ستاسې ذهنونه هم د داسې پاڼو ګدام وي، خو زه له داسې پاڼو څخه ډېر لږ برخمن یم. زما په آند دلته د جبر او اختیار خبره وه، چې درس یې پر ځان جبر او کار یې اختیاري کړې و ؛ ځکه: د ژوندانه درجه لوړول په اصل کې د مجبوریت کمول دي، چې په دې سره په ژوند کې خپل اختیار هم یو څه زیاتیږي. هدف مې هم همدا و، چې تاسې هم باید د خپل نوم دایمي لوړوالي لپاره غوره او ستره لار وټاکئ.