پنجشنبه , 25 اپریل 2024

غزل

زمونږ د ژوند په توره شپه زرګونه کاله تیر شول

لا جوړه نه ده په ډیوه زرګونه کاله تیر شول

اوس په دې لسو شلو ورځو کې به څه بدل شي

د دې بدلون په اراده زرګونه کاله تیر شول

دلته د سولې په خاطر بیشماره وینې توی شوې

دلته د امن په نامه زرګونه کاله تیر شول

یو وخت زمونږه د وجود یوه شیبه ورکه وه

بیا زمانه په زمانه زرګونه کاله تیر شول

کلي ایره شول د دونیا ښارونه وسوزیدل

مړه کیږي نه په دې لمبه زرګونه کاله تیر شول

سعوده خلق اوس د نوو فیصلو په تمه

بس نور په دغه تماشه زرګونه کاله تیر شول

_______________________________

سید شاه سعود