غـــــزل

ژوند را سره نشته  قاتلان راپسې نه  راځي
ستورو پسې نه ځمه آسمان  راپسې نه  راځي

سترګې رانه  واړوه چې ټکي مې بې ژبې شي
هور  راپسې مړ کړه چې امکان  راپسې نه راځي

منځ کې مو  انا  د همالې هسې ولاړه  ده
زه ورپسې نه ځمه جانان  راپسې نه  راځي

هسې نه وریځه مو د سترګو  روزه ماته  کړي
پورته ترینه ځمه چې باران راپسې نه راځي

بس دی “شاه سعوده” نور د هر څه نه لاس اخلمه
هاغه ځای ته ځمه چې خپل ځان راپسې نه راځي