غفلت د انسان د کمزورتیا له عواملو!

لیکنه: محمدغوث (نوري)

د الهي انواراتو شتون په هر منوونکي وجود کې سپیڅلي تحولات راولي، او په ټولنه کې اشرف المخلوق د انسان د پاکو مسؤلیتونو او پر ځای احساساتو لپاره یوه ښه سرچینه یادولای شو، او د انسان د شکل را منځته کېدل او هغه په حسن او جمال مالامال کول ممکن په همدې معنا وي چې نوموړی له هر ډول ټګۍ پاک دی، نه به یې په خپلو اقوالو او افعالو کې را څرګندیږي، او نه به یې د نورو پر وړاندې د تر سره کولو هڅه کوي، مهمه نده که مخاطبین لده کوچنیان وي یا لویان، ځکه که د خپل غیر مشروع هدف د لاسته راوړلو لپاره ملاتړې دا امکان لري چې له ستر خجالت سره لاس او ګریوان شې، بل لور ته ښویدونکې ژبه په دروغو روږدي کیږي، تر دې چې عادت دې د عبادت او عبادت دې د عادت ځای نیسي، او دا دواړه یو د بل معکوس سړی له دایمي شرم سره مخامخ کولای شي. ډاډ، زړورتوب، باور او اعتماد درڅخه اخلي، نو پدې وخت کې که یو څوک حقایق و نه پيژني نو پریکړه پرڅه کولای شي؟ هغه څه چې تا او نور له مواجه ستونزو ژغورلای شي، له غفلت او تنبلۍ د ځان ساتل او نورو ته هم پدې ټینګار کول چې، د مسؤلیت په پیژندلو او اداکولو کې له پوره حوصلې او فکره کار واخلې، ځکه خو وایو چې ټولنه پر خپلو ټولو او سیدونکو دا حق لري ترڅو تر څو داسې افراد ورډالۍ کړي چې نه پر خپل ځان او نه د نورو د اوږو بار و اوسي، او پدې یون کې هر ډول سرښندنې ومني، کنډې او کپرې و وهي تر څو د یوې سالمې ټولنې رامنځته کولو په پار  یې خپل دروند مسؤلیت ادا او تر سره کړی وي.