غمیزه باید په فرصت بدله شي

لیکوال:  زبیر ساپی

د ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله یوه ملي غمیزه ده چې دښمن واقعاً  په پیاوړې  پلان تر سره کړې ده، خو په دې کې هېڅ شک نشته چې له داخل څخه ورسره بشپړه مرسته شوې ده ځکه  دا ډول برید  په هېڅ صورت د داخلي مرستې او همکارۍ  پرته امکان نه لري.

اوس مهال چې  ټول ملت د  غم په ټغر ناست دی او  د دښمن د ټکولو غوښتنه کوي، اړینه ده چې حکومت له دې  ملي غمیزې د یو ملي فرصت په توګه ګټه پورته کړي، لاندې ټکي ستاسې مخ ته ږدم:

۱. د اردو، اردو اړونده  استخباراتو، امنیت، پولیسو او نورو امنیتي ارګانونو د پالیسي جوړوونکو په کچه باید ستر او ژور بدلونونه راوستل شي،

۲. د اردو، امنیت او پولیسو (پرسونل، وسایط، قرارګاه او نور) د ساتنې او خوندیتوب د ستندردونو او اصولو په هکله باید له سره بیاکتنه وشي او ټول د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیب شی. په دې اصولو کې باید د مکافات او مجازات اصل د ملا د تیر حیثیت ولري،

۳. اړینه ده چې په ډاګه شي، د نړیوالو اصولو سره سم د بیان ازادي هغه مهال د خلکو حق دی چې د دولت پر ضد ترې استفاده نه کېږی. کله چې د بیان له ازادۍ څخه د دولت پر ضد استفاده وشي او یا هم د ځېنو  خلکو حق د نورو خلکو د وېرولو لپاره وکارول شي نو بیا دې ته حق نه ویل کېږي او باید چې حکومت یې مخه ونیسي. په دې بنسټ باید ټولې هغه ویب پاڼې، رسنۍ، ورځپاڼې ،  د فیسبوک او ټوېټر په ګډون نور حسابونه چې د حکومت نه بلکه د دولت او نظام پر ضد تبلیغات کوي، په هره لار چې وي تر کنترول لاندې راوستل شي،

۴. د نظام او افغانستان مخالفین چې په کابل او نورو ښارونو کې شتون لري باید زر تر زره ونیول شي، د اساسي قانون او د جزا قانون په رڼا کې محاکمه کړل شي،

۵. همدا وخت دی چې د قانون او اصولو پړې د هغو افرادو تر غاړې راتاو کړل شي چې د پارلمان په شمول نورو اداراتو کې د نظام، د افغانستان د یووالي او حاکمیت پر ضد شعارونه ورکوي،

۶. د رسنیو لپاره  په بېړنۍ توګه یوه فوق العاده پالیسې جوړه کړي چې څرنګه باید  د ملي او امنیتي مسایلو په هکله راپور ورکړي. د ملت د احساساتو او د هغوی د مورال سره د لوبو کولو څخه باید ډډه وکړي،

۷. طالب په هېڅ صورت  د حملو کولو څخه ډډه نه کوي، که روغتون وي، که پوهنتون وي، که قول اردو وي، که مارکېټ او جومات. طالب خپل ګوزار کوي ځکه هغه په دې اند دی چې هدف او موخې  ته رسوونکې ټولې لارې جایزې دي، نو د افغانستان ورانول چې له هرې لارې ممکن وي باید تر سره شي. له هغوی څخه دا ګیله کول چې ولې یې پر مسجد حمله وکړه او ولې یې روغتون کې ناروغان  شهیدان کړل ، له حماقت او ناپوهۍ  پرته بل څه نه دي. نو په داسې بد حال کې دا نظر لرل چې که حکومت د هغوی نیول شوي افراد اعدام کړي، هغوی به نورې او سختې حملې تر سره کړي د ستر حماقت یوه بېلګه ده او دا ترې انګېرل کېږي چې ګواکې هغوی اوس له ځینو حملو څخه ډډه کوي، حال دا چې داسې نه ده او هغوی همدومره حملې کولای شي چې کوي یې. نو حکومت باید زر تر زره د اعدامونو لړۍ پېل کړي. پاتې شوه د حقوق بشر او نورو اداراو فشارونه، نو له هغوی څخه د ځان خلاصولو په لسګونو لارې دي چې حکومت ترې ګټه پورته کولای شي، چي له ټولو مهمه یې د خلکو منسجم کول او د هغوی په خوله، د سترو لاریونونو په صورت کې، د دې خلکو د اعدام غوښتنه کول دي.

۸. پر حکومت د تنقید اصول باید واضح وي، هر څوک په  حکومت سالمه او مثبته نېوکه  کولای شي خو د استهزاء او تضحیک څخه باید ډډه وکړل شي. هغوی چې د حکومت پر وړاندې نېوکه  نه بلکې  تضحیک یې کوي باید د تلویزیون په پرده د  راښکاره کېدو مخه یې ونیول شي. دا په هېڅ ډول د بشر حقوقو ضد کړنلاره نه ده، ځکه څو افرادو ته دا حق حاصل نه دی چې د ټول ملت په زړونو کې دې ډار وزیږوي.

 

له بل هر وخت څخه نن دا کارونه په اسانه توګه تر سره کیدای شي پدې شرط چې حکومت دې موضوع ته په جدي ډول پاملرنه وکړي