د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملگرو ملتونو ۷۲مې کلنۍ عمومي غونډې ته د وينا پر مهال د امريکا د نوې سټراټيژۍ او افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو هرکلی کړی دی.
ښاغلي غني وويل: ولسمشر ټرمپ د ترهگرۍ ضد جگړې لپاره د افغانستان اوسويلي اسيا په اړه د نوې تگلارې هرکلی کوو، افغانستان، متحده ايالتونه او نړيواله ټولنه په گډه د ترهگرۍ ضد جگړه پر مخ بيايي.»
ولسمشر غني وويل، چې د ټرمپ په نوې سټراټيژۍ کې طالبانو او د هغوی ملاتړو ته دا پيغام پروت دی، چې «دوی به هېڅکله بريالي نه شي.»
ده وويل، چې د افغان کړکېچ يوازېنی اواری په سياسي جوړجاړي کې دی او طالبان هم بايد د حزب اسلامي په څېر له افغان حکومت سره روغه جوړه وکړي او له وسلهوال مخالفته لاس واخلي.
ولسمشر له پاکستانه هم وغوښتل، چې د سولې، امنيت او سيمهييزې همکارۍ په موخه له افغانستان سره مذاکرات وکړي.
اشرف غني وويل، چې له تېرې اوږدې مودې راهيسې افغانستان د جگړې ډگر دی، «خو دغه جگړه زموږ په هېواد کې نه، بلکې د خاورې نيولو لپاره ده.»
ولسمشر غني زیاته کړه، چې هېواد يې د نړيوالو په استازولۍ له ترهگرۍ سره په جگړه اخته دی، له امريکا او نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې له افغانستان سره د ترهگرۍ ضد جگړې کې مرسته وکړي.
د امريکا د دفاع وزير جيمز مټیس تېره ورځ اعلان وکړ، چې درې زره امريکايي پوځيان افغانستان ته پر لارې دي.
ناټو هم ويلي، چې افغانستان ته د نورو پوځيانو په لېږلو فکر کوي.
د متحده ايالتونو ولسمشر هم تر ډېره افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د شتون مخالف و، خو د افغانستان او سويلي اسيا په اړه د تگلارې د اعلان پر مهال يې وويل، چې له پوځي کارپوهانو او جنرالانو سره له مشورو وروسته دې پايلې ته رسېدلی، چې د افغانستان خاوره بايد ترهگرو ته پاتې نه شي او امريکايي پوځيان بايد تر نامعلومې مودې په افغانستان کې پاتې وي.
پاکستان او روسيې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په شتون او زياتېدونکو پوځيانو نيوکې کړي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي، چې د نورو پوځيانو لېږل به تېروتنه وي او نور زرگونه پوځيان افغانستان کې د امريکا د بريا ضمانت نه شي کولای.
افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوټين ځانگړي استازي ضمير کابلوف هم د ډونلډ ټرمپ نوې تگلاره د جگړې د اوږدولو او د سيمې امنيت لپاره د گواښ په معنا بللې ده.
طالبانو هم ويلي، چې د وروستي امريکايي پوځي تر شتونه به خپل مقاومت ته دوام ورکړي.