سه شنبه , 23 اپریل 2024

غوره اداره

د غوره ادارې چلوونې ګټې .

په نویو لیکو  برابر د ادارې چلوونې او ګډ کار کولو بې شمیره ګټې دي او د دې ګټو مثال په روغتیا سره د ژوند تېرولو د ګټو په څېر دی. که تاسو د خپل بدن خیال وساتی  او ساتنه یې وکړی ، بدن مو له یخنۍ ، ګرمۍ او دوړو نه  په کامل ډول وژغوری، هغې ته وړ په وخت او په منظمه توګه خوراک او استراحت ورکړئ ، ورزش وکړئ ؛ نو دا به هیڅکله ناروغه نه شي، او تاسو به فعال ، چمتو، غاښتلی ، ښیرازه ، تازه ،چابک او سم وساتي ستاسو په کړنو کې به جټکتیا او د کار په معیار کې به مو اضافګي راولي.

د دې بر عکس که تاسو بې ځایه خوراک له اشتها زیات څه وخوری او یا هم هیڅ و نه وخوری ځان په لوږه وساتی ، سیګرټ او شراب استعمالوئ، او ورزش هم و نه کړی ، د بدن د پاکوالي او د هغه د ارام سوچ ونکړئ ، په خوب کې بې نظمي راولئ؛نو ستاسو بدن به ناروغ او د جسماني فعالیت معیار به مو راټیټ شي،کټ مټ همدا مثال د ادراه کولو د فن او د پریکړو کولو هم دی ، د بدن په څېر اداره ، کمپني او یا تنظیم هم یو بشپړ او مربوط نظام لري که تاسو په هغې کې د ټیټ معیار وسایل د یوه او بل د خولې معلومات، د کم کوښښ او فکر ، نیمګړې پوهه ، کم استعداد صلاحیت او ناوړه طرحې د خوړو پرځای ور واچوئ؛نو ناوړه اغېز به ولري، ناخوښه او ناوړه پایلې به ولري.

که تاسو غواړئ په ښه طریقه خپلې ستونزې حل کړئ؛نولومړی د هغې په اړه ټول سم معلومات لاس ته راوړئ.

د اړونده مسئلې یا موضوع د حل په باره کې له معتبرو منابعو څخه تحویزونه وغواړئ.

د ستونزې یا مسئلې علت ، د هغې نوعیت او ټول کوایف له حقایقو سره یو ځای راټول کړئ.

د دې مسئلې د حل د پاره ټول تجویزونه ، رایې او نظریات راتول کړی.

د مسئلې د حل د پاره هغه تجږیزته ترجیح ورکړی ، چې د عملي کولو ډیره وړتیا ولري لګښت یې کم او د تنظیم ادارې د هغې عملي کول اسانه تمام شي.

د مسئلې د حل د تر لاسه کولو د پاره هغه ټولې ستونزې او حامۍ له وخت نه مخکې په کوته کړی ، تر څو په وخت سره د هغې د کنترولولو عملي اقدام تر سره کړائ شي.

د دې مسئلې د حل د پاره ټول راټول شوي تجویزونه او په نظر یې ولاړ تجویز له غوره وړاندیز سره د یو ځای چارواکو یا ادارې ته واستول شي تر څو د هغې په تفصیل باندې په پوهیدو او د هغې په منظورۍ ورکولو کې اساني وي.

اداره او منجمنت.