پنجشنبه , 25 اپریل 2024

فرانتس کافکا دوې وړې کیسې

ژباړه: حیات‌الله ژوند

موږک وویل: هی هی، نړۍ ورځ تر بلې کوچنۍ کېږي. پخوا نړۍ دومره پراخه وه، چې وېرېدم به. منډې مې وهلې. یوه ورځ مې لیدل، چې دیوالونه اسمان ته په پورته کېدو دي، لږ ښه شوم، وېره مې کمه شوه؛ خو دېوالونه دومره په چټکۍ اسمان ته پورته پورته شول، چې اوس زه په وروستۍ کرښه کې ولاړ یم او هغه تلک چې زه باید پکې ولوېږم، تر زنې لاندې مې دی.

ــ بله لار نه لرې، یوازې دا چې لار دې بدله کړې.

ــ پيشو په داسې حال کې چې موږ يې خوړ، دا خبره وکړه.

 

تګ

ورغږ مې کړ، چې آس مې له اخور نه راولي؛ خو نوکر زما پر خبره پوه نه شو. پخپله لاړم، آس مې له اخور نه راوست او سپور شوم پرې. له لرې مې د شېپلۍ غږ واورېد، له نوکره مې وپوښتل، چې مانا يې څه ده؟ هغه پر څه نه پوهېده او څه يې اورېدلي هم نه و.

نوکر د دروازې په خوله کې راته ودرېد؟

ــ صاحب، چېرته ځې؟

ورته ومې ویل: نه پوهېږم، يوازې له دې ځایه بهر. یوازې دا چې موخې ته مې ځان ورسوم.

ويې پوښتل: موخه دې څه ده؟

ورته ومې ویل: همدا اوس مې درته وویل. له دې ځایه تګ مې موخه ده.