فکري روزنه

لیکوال: نجم الرحمن (فضلي)

په دنيا کې هيڅ شی په ناڅاپي ډول نه دی رامنځته شوی، همدا شان کاميابي هم په ناڅاپي ډول نه تر لاسه کيږي، د کاميابي لپاره يو څو خاص اصول دي، که چيرته تاسو د کاميابي په سفر له روانيدو د مخه د کاميابي اصول وپيژنی نو ستاسو د کاميابي سفر آسانه او کوتاه کيدلای شي، په ځينې وختونو کې د تعجب خبره دا وي چې دوه نفر کوم چې په ذهانت، تعليم او په هنر کې سره يو شانته وي، مګر بيا هم يو کامياب او بل ناکام وي، يا د ادنی تعليم او ادنی ذهن څښتن له يوه باصلاحيت او ذهين کس څخه ډير زيات کامياب وي، همدا شان يو کس د سخت محنت او کوښښ باوجود ناکام او بل کس بې له کوم سخت محنت او کوشش څخه ډير کامياب وي، په اصل کې کامياب کس د کاميابي په اصولو عمل کوي او هر څوک چې د کاميابي په اصولو عمل وکړي هغه نه يواځې دا چې کاميابيږي، بلکه هغوی د کاميابي د کلونو سفر په مياشتو کې طی کوي.

آيا د کاميابي تعلق له اعلی تعليم، اعلی سند، اعلی ذهانت، هنر، مهارت، سخت محنت، يا له قسمت سره دی؟ د يوه ماهر له تحقيق څخه ثابته شوې چې په کاميابي او ترقي کې د اعلی تعليم، اعلی سند، ذهانت، مهارت او د هنر کردار يواځې ۱۵ فيصده دی، پاته ۸۵ فيصده کردار مثبتې رويې لره دی، اعلی تعليم او اعلی سند د روښانه مستقبل او خوشحالي ضمانت نشي کولای، په دنيا کې تر ټولو لوی موجد ( ايډيسن) کوم چې له زرو څخه زيات ايجادات کړي صرف دری مياشتې مکتب وئيلی، همدا شان مولانا ابوالاعلی مودودي هيڅ کوم پوهنتون نه وه ليدلی او نه يې په کومه ديني مدرسه کې تعليم حاصل کړی، مګر د شلمې صدۍ په هغو يو څو مفکرينو کې شمار شو کومو چې دنيا متاثره کړه، د ده کتابونه په اسلامي هيوادونو کې وئيل کيږي او ځينې يې په تعليمي نصاب کې داخل دي، اګر چې ښه ذهانت او ښه تعليم د خوشحالۍ او کاميابۍ ضمانت نشي کولای، مګر د دوی په ملتيا سره د کاميابي د کلونو سفر په مياشتو کې طی کيدلای سي.

د اکثره خلکو خيال دا دی چې کاميابي يواځې په سخت محنت سره ترلاسه کيږي، حالانکه له محنتي او ناکامو خلکو څخه دنيا ډکه ده کوم چې د ناپوهانو په شان شپه او ورځ کار کوي، دوه دوه وظيفې سرته رسوي، شپه او ورځ سخت محنت او کوشش کوي خو بيا هم له خوشحالي څخه ډير ليری وي، ځکه يواځې په سخت محنت سره له خره څخه آس نه جوړيږي، د کاميابي تر لاسه کولو له کوشش څخه د مخه د کاميابي د اصولو پيژندل ډير ضروري دي، د کومو له وجهې چې تاسو له ډيرو پريشانيو او غلطيو څخه بچ کيدلای سی او د کاميابي سفر مو کوتاه او آسان کيدلای سي، د کاميابي يو څو مهم اصول په لاندې ډول دي.

(۱) د کاميابي له تر لاسه کولو د مخه د کاميابي په باره کې سوچ وکړی.

(۲)     ذمه واري قبوله کړی، خپل ژوند په خپله بدل کړی، بل څوک ستاسو ژوند نشي بدلولای.

(۳) د هدف ټاکنه – سوچ وکړی چې تاسو څه حاصلول، څه کول او د څه جوړول غواړی؟.

(۴) د کاميابي خواهش – کاميابي له سخت خواهش څخه پرته نشي تر لاسه کيدای.

(۵) مثبته رويه د کاميابي بنياد دی.

(۶) کامل يقين  په خپلو صلاحيتونو او کاميابي باندې کامل يقين.

(۷) کاميابي په خپله نه تر لاسه کيږي، بلکه د هغې د تر لاسه کولو لپاره پلان جوړ کړی.

(۸) عمل – پلان مو که څومره ښه ولی نه وي اما تر څو چې عمل ورباندې ونشي کاميابي نه تر لاسه کيږي.

(۹) محنت – کامياب خلک عموما له ناکامو خلکو څخه ډير محنت کوي.

(۱۰) مشکلات او مسائل – هيڅ کاميابي په آساني نه ترلاسه کيږي، د کاميابي په لار کې ډير خنډونه او مسائل وي د کومو له ليری کولو پرته چې کاميابي نشي ترلاسه کيدلای.

(۱۱) ناکامي – هره لويه کاميابي له ناکامي څخه پرته نشي تر لاسه کيدای.

(۱۲) استقامت – استقامت د کاميابي لپاره کيلي ده، کامياب خلک کوښښ نه پريږدي.

په کاميابو خلکو کې يو شمير داسې خوبيانې وي کومې چې د دوی په کاميابي کې بنيادي کردار ادا کوي، يو شمير يې په لاندې ډول درته ذکر کيږي.

***خود اعتمادي – د همدغو خلکو په خپلو صلاحيتونو او کاميابيو باندې پوره اعتماد وي.

***ضبط نفس – د کاميابو خلکو په خپل ځان پوره کنترول وي، دوی له نه غوښتلو سره سره بيا هم هغه کار کوي کوم چې د دوی د کاميابي لپاره ضروري وي.

***ښه عادتونه – کاميابي په اصل کې د مونږ د عادتونو سبب دی، کامياب خلک په ځان کې ښه عادتونه پيدا کوي د کومو له وجهې چې په آسانۍ سره کاميابيدی شي.

***کامياب خلک تل له خپلې معاوضې څخه ډير کار کوي او دوی خپل کار ته ډير د قدر او قيمت په سترګه ګوري او د خپل کار په قدر او قيمت کې زياتوالی راولي.

***هيڅوک تر هغه وخته نشي کاميابيدی تر څو چې هغه په خپل کار کې مهارت ونه لري.

***کامياب خلک خپل وخت په ډيره ښه طريقه استعمالوي، دا خلک وخت نه ضايع کوي.

***قوت فيصله – کامياب خلک زر فيصله کوي، مګر تر ډيره وخته يې نه بدلوي.

***  کامياب خلک د مسائلو د حل کولو ښه (بهترين) صلاحيت لري. له دې پرته يو شمير داسې اصول نور هم شته دي کوم چې د کامياب ژوند لپاره ډير ضروري دي، يو شمير يې په لاندې ډول دي.

***کامياب خلک له عامو خلکو څخه مختلف کار نه کوي، بلکه دوی هماغه کار په مختلف انداز سره کوي، يعنې دا خلک کوم بهترين کارونه نه کوي بلکه عام کارونه په بهترين انداز سره کوي.

***کامياب خلک تل هغه کارونه کوي کوم چې د کاميابي لپاره ډير ضروري وي او ناکام خلک هيڅکله له خپلې آرامګاه څخه د باندې راوتو ته تيار نه وي.

***تاسو په ژوند کې هر څه ترلاسه کولی شی، که چيرته تاسو د همدغه شي په حصول کې له نورو سره مدد وکړی، يا په بل عبارت تاسو په ژوند کې هومره قدرې کاميابيدلی شی څومره مو چې د نورو خلکو خدمت کړی وي، هر څوک چې په څومره اندازه د نورو لپاره مددګار ثابت شي په هومره اندازه کابيابيدی شي.

***د کاميابي لپاره ضروري ده چې تاسو په يوه وخت کې يو کار وکړی، خپله ټوله توجه کوم مهم کار ته وکړی، ثابت قدم اوسی تر څو چې سل په سل هغه کار مکمل شي.

*** که چيرته تاسو کاميابيدل غواړی نو د کاميابي په باره کې يو څه ولولي، که اميريت او دولت غواړی نو د امارت او دولت په باره کې څه ولولي، د کاميابو خلکو قيصې ولولي، د کاميابو خلکو له کاميابيو او ناکاميو څخه يو څه زده کړی.

***که چيرته تاسو رښتونې کاميابي غواړی نو هيڅکله هغه څه مه کوی کوم څه چې ناکام خلک کوي.

***له الله تعالی څخه داسې سوال وکړی چې هر څه رب کريم کوي، رب کريم هغه څه کوي کوم چې تاسو نشی کولی.