فیسبوک کې دا کس نه شئ بلاک کولای

دا د فیسبوک بنسټګر مارک ځوکربرګ دی چې تاسو یې نه شئ بلاک کولی. دا خبره تیره اونۍ وروسته له هغې رسنیو ته راووتله چې یو بریتانوي بلاګر هڅه وکړه مارک ځوکربرګ بلاک کړي. خو کله یې چې د بلاک تڼۍ وهله نو د فیسبوک ورته ویل ته دا کس نه شې بلاکولی.

د ویلیم ټورټون په نوم دا بلاګر په دې اړه خپل پوسټ کې لیکي، د یو ټویټ له کبله پر مارک غوسه شو، او غوښتل یې فیسبوک کې یې بلاک کړي خو پر دې کار ونه توانیده.

د ټورټون په وینا ویې شوه کولی چې د فیسبوک اجرایه مشره شیرلي سنډبورګ او د ځوکربرګ میرمن پریسیلا چن بلاګ کړي، خو یوازې کینک ځوک (مارک ځوکربرګ) دی چې د فیسبوک د بلاک له تڼۍ مستثنی دی.

دا بلاګر ادعا کوي چې تاسو فیسبوک کې د مارګ ځوګربرګ له پوسټونو هم ځان نه شی خوندی کولی او نه یې بلاګ کولی شئ. هغه چې هر مهال وغواړي پر تاسو خپل پوسټ لیدلی شي.