چهارشنبه , 24 اپریل 2024

قهرجن خلک د زړه په ناروغۍ اخته کیږي

د ډاکترانو له لوري په يوه طبي څيړنه کې موندل شوې ده، چې غوصه (قهر) د زړه د حملي او عصبي ناروغیو لامل کیږي.

په امريکا کې څېړونکي دې پايلې ته رسېدلي چې که څوک له غوسې کنټرول له لاسه ورکوي، نو د زړه حملې او فلج باندې د اخته کېدو له خطر سره مخامخ کېدای شي.

د هاروارډ پوهنتون د عامه روغتيا څانګې يوې ډلې موندلې چې له غوسې وروسته دوو ساعتونو کې د زړه حملې خطر پنځه برابره زياتېږي.

دغې څېړونکې ډلې دا هم موندلې چې څومره چې يو څوک په غوسه کېږي، هغومره خطر ورسره زياتېږي.

څیړونکي وايي د زړه د حملې زیاتېدل د هر کس په برخه کې توپېر لري هغه کسان چې ډېر په غوسه کېږي د هغوی چانسونه نسبت هغو ته چې لږ په غوسه کېږي ډېر وي.

ویل شوي پر هغو کسانو چې په کورنۍ کې یې نور کسان هم د زړه ناروغي ولري د نورو خلکو په پرتله په اسانه د غوسې له امله د زړه حمله راتللی شي.