لس اوریزو(T10) غوره لیګ سیالیو کې په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې

په دغه لیګ کې چې د شارجه نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي نن د کیرلا کینګز او بنګال ټایګرز ترمنځ او دوهمه لوبه د مراټها عربینز او پښتونز ترمنځ ترسره شوه.
په یاده لوبه کې شاهد افریدي چې په نړۍ کې په لالا هم مشهور دی ، د ویکټو هیټریک وکړ او د لیګ لومړی ریکارډ یې جوړ کړ، نوموړی لومړی لوبغاړی شو په دغه لیګ سیالۍ کې درې پرلپسې لوبغاړي (هیټریک) سوځوي.
او مجیب ځدراڼ بیا لومړی افغان لوبغاړی و چې په دغه لیګ کې یې ویکټ ترلاسه کړه.
په لومړۍ لوبه کې چې د بنګال ټایګرز لخوا دوه افغان لوبغاړي (مجیب ځدراڼ او ظاهر خان) هم ولوبیدل، که څه هم د مجیب ځدراڼ لخوا ښه توپ اچونه وشوه خو لوبه یې وبایله .کیرلا کینګز بریالۍ شوه.
بنګال ټائیګرز د یوې ویکټې په سوځیدلو یې په لسو اورونو کې ۸۶ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې د کیرلا لوبډلې د سټرلینګ په چټکه توپ وهنه د ۲ لوبغاړو په سوځیدلو په ۸ اورونو کې ټاکلی هدف پوره کړ.
مجیب د دوه اورونو په کولو سره ۱۵ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.
دوهمه او پر زړه پورې لوبه
په دوهمه لوبه کې
د پښتونز لخوا لومړی توپ وهنه وشوه او په لسو اورونو کې يې د ۴ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۲۱ منډې جوړې کړې، نجیب ځدراڼ هم ددغې لوبډلې برخه وه چې د لوبې په پای کې توپ وهنې ته راغلی او په شپږیزه وهلو کامیاب شو.
په ځواب کې د مراټها لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۹۶ منډې جوړې کړې او په ۲۵ منډو یې لوبه وبایلله. د یادونې وړ ده چې په دغه لیګ کې به نن۴ لوبې د شارجه په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي. چې اخري لوبه به بیا دپښتونز ( پښتانه) او ټیم سرلینکن کرکټ ترمنځ وي.