لس خواړه چې ذهني وړتیا ډېروي

مونږ چې هره ورځ هر ډول خواړه خورو په وینه کې ګډیږې او نه یوازې دا چې مونږ ته پیاوړتیا راکوي بلکه په په مستقیم او یا غیر مستقیمه توګه مو په مغزي کړنو او وړتیاوو.

هم اغیز کوي. د روغتیا نړیوال سازمان د موندنو پر اساس؛ په منظمه توګه د ځینو خوړو استعمال کولای شي چې ۲۰ سلنه د انسان ذهني وړتیا لوړه کړي. راځۍ د داسې لسو خوړو په اړه پوه شو چې د استعمال په وسیله یې په ذهني وړتیا کې ډيروالی راځي.

توت

د مغزي فشار او قهر په وسیله د انسان مغز د خپل عمر څخه مخکې له کاره باسي. په توتانو کې د طبیعي اوکسیدیشني موادو شتون د مغزي فشار په خلاف؛ د التهابي او عصباني کیدو ضد مادې په توګه کار کوي. د غوزانو او ناکو سره یو ځای د توتانو خوړل؛ د انساني مغز سلولونه ژوندي ساتي چې په وسیله یې د مغزو د کړنو او فکر کولو توان کې ښه والی منځته راځي.

کیله

د مغزو د ښو کړنو ترسره کولو لپاره په وینه کې لږ تر لږه ۲۵ ګرامه ګلوکوز اړین دی او کیله یوه داسې میوه ده چې په کافي اندازه ګلوکوز لري کوم چې د مغزي وړتیاو په ښه والي کې مرسته کوي.

هګۍ

د B ویټامین د حافظې او له مغزو څخه د ځواب ویلو او غبرګون په ښه والي کې مرسته کوي او ساینس پوهان وایې چې هګۍ د B ويټامین غوره سرچینه ده

ماسته

ماسته د انسان د وجود لپاره د کلسیم او ويټامینونو د جوړونې یوه اسانه او غوره لاره ده او ددې په وسیله دماغې وړتیا زیاتیږي.

کب

اومیګا درې ماهي( (Omega III Fish؛ د پروټين، فولادو او د B ویټامین خزانه بلل کیږي چې د مغز د تکرار پروسې د ښه کولو تر څنګ؛ د استدلال ظرفیت او وړتیا هم ډيروي.

تور بانجان

د تورو بانجانو خوړل د اعصابو د سلولونو او پیغام رسوونکو مالیکولونو تر منځ اړیکې ښې کوي چې په مغزو زړه راښکونکې اغیزه اچوي.

شین چای

د شین چای څښل د اعصابي طناب ( یو سپين رنګه ماده چې ۴۵ سانتي متره اوږدوالی لري او له څټ څخه شروع د ملا تیر تر لومړۍ یا دویمې مهرې پورې امتداد لري) د ښه والي سبب کیږي.

ګازرې

په منظمه توګه دخپل ورځني خوراک په مهال ویش کې د خامو ګازرو خوراک زیاتولو پر اساس په وینه کې د شکر اندازه برابره ساتل کیږي چې په وسیله یې مغزې وړتیا لوړیږي.

قهوه

په قهوه کې د شته کافینو استعمال په حافظه او سترګو باندې ښې اغیزې لري په ځانګړې توګه د هغو خلکو لپاره ډیر ګټور دی چې په ساعتونو ساعتونو په کمپیوټر کې کار کوي.

چاکلیټ:

د خړ رنګه چاکلیټو؛ لکه ککو خوړل د فکر کولو قوه پیاوړې کوي په ځانګړې توګه شیده لرونکي چاکلیټ د انځوریزې حافظې، د خبرې کولو وړتیا او د مغزو په ځواب ویلو کې ښه والی راولي.