پنجشنبه , 25 اپریل 2024

لس خوراکي توکي چي کیدای شي د مړیني سبب وگرځي

خوراک د انسانانو له پاره حیاتي ارزښت لري خو بیا هم باید ځيني خوراکي توکي په احتیاط سره مصرف سي ځکه د هغو زیات استعمال کیدای شي د وژونکي تسمم سبب شي. له دغو خوراکي توکو سره آشنا شئ:

فاصلیه

فاصلیه د خوندورو خوړو څخه شمیرل کیږي. خو پنځه یا شپږ ډوله یې که سم پاخه نه شي نو کیدای شي د کم عمره کوچنیانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي. اومه فاصلیه د PHT په نامه لکتین لري چي د معدې د شدیدي خونریزۍ سبب گرځي. لکتینونه هغه ډول پروتین دي چی د حجرو پیوندول آسانوي. د PHT زیاته اندازه د زهري موادو په جمله کی راځي. ډیر حرارت په فاصلیه کي PHT له منځه وړي.

هندي جوز

د هندي جوز ډیره کمه اندازه، په پخلنځیو او درملو کی د یوې ځانگړي بوی لرونکي مادې په وسیله کارول کیږي. خو له څلورو گرامو څخه د هغو زیات کارول د دلبدۍ او حتی بیهوښۍ سبب گرځي. په همدغه اندازه بیا د هغو استعمال په کوچنیانو کی تسمم رامنځته کوي.

ترخه بادام

د ترخو بادامو په مغز کی په ډیره کمه اندازه سیانور دوپتاس او د سیاندریک اسید پراته دي. د ترخو بادامو پنځه تر لس دانې کیدای شي په کوچنیانو کی شدید تسمم رامنځته کړي. خو په لویانو کی بیا د هغو شمیر ۵۰ دانو ته رسیږي.

مانیوک

مانیوک یا کاساو د سویلي امریکا د سیمو یوه بومي بوټی دی چی د خوږو شیانو په جوړولو کي ورڅخه کار اخیستل کیږي.د دغه بوټي د ریښې، پاڼي او پوستکي څخه باید په خام ډول استفاده ونه شي او که د استفادي پر وخت د هغو څارنه ونه شي نو د تسمم د رامنځته کیدو په سبب، وژونکي عواقب له ځانه سره درلودای شي.

اومه غوښه

د اومو غوښو استعمال که څه هم وژونکی نه دی، خو کیدای شي د معدې د چینجیو د رامنځته کیدو سبب شي. د کولمو میکروب او د وزن کمیدل د دغې ناروغۍ نښې دي.

کنسروا

په دبلیو «قوطیو» او ښیښو کي کنسروا غذایي مواد کیدای شي د مرگ سبب وگرځي. د هغو ناسمه ذخیره کول او یا هم د قوطیو فلزي قشر کیدای شي زهري توکي تولید کړي چی ډیر ژر کنسرو شوو غذایي موادو ته داخلیدای شي. له همدې کبله باید د کنسروې قوطۍ په یوه تیاره ځای کی وساتل شي.

کباب

د کباب جوړول د خوندورو تفریح گانو څخه شمیرل کیږي. خو په خپله کباب هم کیدای شي سرطاني ناروغۍ رامنځته کړي. ډیر لوړ حرارت د پولي آروماتیک د هایدروکاربن د جوړیدو سبب کیدای شي. په خاص ډول که د غوښې غوړ په اور کي دننه وسوځي. هرڅومره چی غوښه سوځلې او توره وي په هم هغه اندازه مضره مواد پکښي راټولیږي.

کچالو یا پټاټې

په کچالو یا پټاټو کی بیا سولانین چی د گیلکو الکالویید له ترکیباتو څخه شمیرل کیږي، په تیره بیا تر پوستکي لاندی په شین رنگه قشر کی زیات وي. د دغه زهري مادې ډیره زیاته اندازه تسمم رامنځته کوي چی علایم یې د ستوني د سوزش، دلبدي او نفس تنگۍ دي. کچالو باید تل په یوه تیاره او یخ ځای کي وساتل شي او د استعمال پر وخت باید ورڅخه شین رنگه قشر کاملاً ایسته کړای شي.

گردي شکله غونډاری ماهیان

گردي شکله غونډاری ماهیان په جاپان کی د لوکسو خوړو څخه شمیرل کیږي. خو د دغو کبانو په کولمو، تخمدانونو او اینه کي د تترو دوتوکین په نامه زهري ماده پرته ده چی تر سیانور ۱۲۰۰ واره وژونکې ده. یو دانه دغه ډول ماهی کیدای سي د دیرشو انسانانو ژوند واخلي. دغه ډول کبان یوازي ماهر او تجربه کاره آشپز پخولای شي او له همدې کبله یې بیه هم ډیره گرانه ده.

رومیان

د رومیانو پاسنۍ شنه برخه، یو اشاریه دوه سلنه سولاتین لري.۵۰ گرامه سولاتین کیدای شي د سر درد، دلبدي او استفراق رامنځته کړي. له همدې کبله باید د رومیانو د استعمال پر وخت د هغه شنه برخه په احتیاط سره لیری کړای شي.