پنجشنبه , 25 اپریل 2024

لس مالي درسونه؛ د دېرش کاله عمرلرونکو کسانو لپاره

ژباړه: صفي الله حسن زی

که تاسو تېر شل کلونه په اقتصادي مسائلوکې له خیال او تصورپرته تېرکړي وي،نو په دریمه لسیزه کې باید بانکي حساب ولرئ او دهغه په مدیریت کولو پوره وړتیا ولرئ.پدې برخه له هغه مواردو څخه څخه بحث کوو چې دژوند پدې دوره کې باید هغه مراعات او اومدیریت شي.

اول: یوه اندازه پيسې باید ذخیره کړئ

شاید په دریمه لسیزه کې تاسو دکسب اوکار نړۍ ته نوي راوتلي وی، اوتراوسه مو پیسې نه وي ذخیره کړې، مګرله اوس څخه باید دپیسې ذخیره کولو خوي ولرئ، لازمه نده چې تاسو ډېرې پيسې ذخیره کړی کافي ده چې لږه اندازه پیسې ذخیره کړئ.له لنډې مودې ذخیره کولو وروسته به وګوری چې تاسو داړتیاوړ پیسې ذخیره کړې.

دوهم: تل دغوره کار په لټه کې واوسئ

شاید تاسو له اوسني کارڅخه راضي واوسی او نه غواړی چې کار موتبديل شي،مګر زموږ وړاندیز تاسو ته دادی چې تر اوسني کار دغوره کارپه لټه کې واوسئ ترڅومو خپل ارزښت او توانایي لا پیاوړې شي او دکار له حقوقو څخه برخمن شئ.

دریم: پرخپل ځان لګښت وکړئ

څوسلنه عاید مو دنوي مهارتونو په لاسته راوړلوکې په مصرف ورسوئ،دا به په اوږده موده کې دخپل ځان پرتوانایي لوړولو کې ترټولو په ښه بڼه لګښت وي.

څلورم: زیات مصرف مه کوئ

ستاسو داستعداد او مهارتونو په لوړوالي سره به ستاسو مالي لاسته راوړنې هم زیاتې شي، اما دا دنورو خلکو لپاره دځان ثابت کولو دليل نشي کیداي، تاسو په هیڅ ډول باید له خلکو سره ځان پرتله نکړئ،که هغوي لوړ ماډل موټرلري مهمه نده چې لوړترین قیمت موټر ستاسو ترپښو لاندې وي. تاسو باید هغه موخې ته پام وکړئ کوم چې مخکې مو ځان ته ټاکلې، دژوند کولو لپاره برنامه ولرئ او سرمایه ګذاري وکړئ.

پنځم: پرمختګ وکړئ

داچې تاسو اوس دژوند په دریمه لسیزه کې یاستی باید هڅه وکړئ، په یاد ولرئ چې پرمختګ یو له هغه عواملو څخه دی چې باید په جدي ډول ورته پاملرنه وشي،دمثال په ډول که تاسو اوس شل زره ډالر لری باید دغه مبلغ په راتلونکي کې څلوېښت زره ته پورته کړئ، نو پدې اساس پرمختګ کول دژوند له لومړیتوبونو څخه دی.

شپږم: کور واخلئ

یو له غوره سرمایه ګذاری څخه چې تاسو یې په دریمه لسیزه کې کولی شی دکور اخستل دي،شاید کور اخستل تاسو ته یو تصوروي اماباید هغه یوله مهموموخو څخه وشمیرئ، که چېرې تاسوقرضداروی نود قرض له خلاصون وروسته دکوراخستلو لپاره پیسې ذخیره کړئ.

اووم: په مالي مسائلو کې دژوند له ملګري سره خبرې وکړئ

که چېرې تاسو واده کړی وي او دژوند ملګري لری نو په مالي مسائلو کې له هغه سره خبرې کول نه داچې ستونزه نلري بلکې یو له هغه موضوعاتو څخه دي چې باید دژوندله ملګري سره شریک کړئ، داکار نه یوازې ستاسو ترمنځ صمیمیت بلکې ستاسو بانکې حساب کې زیاتوالی هم راوستلی شي.

آتم: د اولادونو غوښتونکي شئ

که چیرې تاسوتراوسه کوم اولاد نلری نو د اولاد غوښتونکي شئ، دهغې داړتیاوو دپوره کولو لپاره یوه اندازې پیسې ځانګړي کول ستاسو پرګټه دي، دا کار نه یوازې داچې تاسو هڅوي بلکې تاسو په ژوند کې دلوي تغیر لپاره آماده کوي، نو له همدا اوس څخه د اولادونو ترڅنګ دښه ژوند کولو لپاره آماده واوسئ.

نهم: د نورو لپاره نمونه واوسئ

تاسو باید نورو ته په ځانګړي ډول خپلواولادونو ته وښایاست چې څه ډول پیسې مصرف اومالی مسائل مدیریت کړي، په حقیقت کې دوي باید په مالي مسائلوکې مسولیت زده کړي.

لسم: ژوند په خوښۍ تېر کړئ(تفریح وکړئ)

داچې په دریمه لسیزه کې باید تاسو ښه کاروکړی اودراتلونکي لپاره کافي اندازه پیسې ولری اما پدې کارکې افراط یوه لویه اشتباه ده، له یاده مه باسئ چې تاسو پیسې دژوند کولو لپاره لاسته راوړی نو یوه اندازه پیسې تاسو پرخپل ځان مصرف کړئ او خپله ستړیامولرې کړئ، که نه نو تاسو به له لنډې مودې کارکولو وروسته دستړیا او ناتوانایی حس وکړی، که نه غوړائ چې په څلورمه لسیزه (۴۰ کلنۍ) کې دکارکولو ستړیا او ناتوانايي حس کړئ نو خوشاله ژوند تېرول له یاده مه باسئ.