له انټرنیټ وړیا کتابونه څنګه لاسته راځي؟

راټولونکی: خالد حق مل

د اقتصاد پوهنځي محصلینو او سوداګرو لپاره

کله چې تاسې په تجارتي او سوداګریز چاپیریال کې واقع یاست او یا په اقتصاد او تجارت برخو کې زده کړې کوئ نو ښکاره ده چې وروستي او نوېو څیړنو ، کتابونو او مقالو لوستلو ته اړتیا لرئ.

زمونږ ټولنه له هرې خوا ځپل شوي ده او بیا رغونه یې له کمو امکاناتو څخه اعظمي ګټې اخیستنې ته په طمعه ده، زده کړې او سواد د دې په شمول نورو ګڼو ستونزو ته د پای ټکې ایښودی شي، خو له بده مرغه زمونږ په خواره ټولنه کې د کتاب لیکلو او لوستلو دواړه فرهنګه تت دي. نو د مطالعې فرهنګ د نه دود یوه وجه دا هم کیدای شي چې خلک د غربت له وجې د لوی حجم لرونکې کتاب فزیکې خرید ته لاس رسی نه لري.

نو نن زه درته په دې لیکنه کې هغه ۹ (نهه) ویب سایټونه ښایم چې تاسې ترې په وړیا توګه هر وخت هر ډول اقتصادي او سوداګریز کتابونه ډونلوډولی او لوستلی شئ.

Bestebooksworld۱:دا سایټ دعوه لري چې مونږ د نړۍ ترټولو ستر وړیا کتاب ورکولو ټیم یو چې دا دعوه یې تر ډیره په ځای ده. دوئ تقریباً د ۵۰۰ کتابونو څخه زیات د (PDF) په شکل خلکو ته وړیا ورکوي چې زیاتره یې د بازارموندنې ، مالي مدیریت ، اقتصاد او پلورنې اړوند دي.

۲: E-Books directoryدا سایټ په ۲۰۰۸ کال کې فعال شوی دی او د وړیا ښکته کیدونکو(ډونلوډیدونکو) کتابونو نښلونې(لینک) درته درښایي. دوئ هم په خپلې انلاین کتابخانې کې په سلګونه کتابونه لري چې زیات یي د اقتصاد او تجارت اړوند کتابونه دي.

۳: Barnes & Nobleد دې سایټ د فعالیت نیټه هم ۲۰۰۹ ښودل شوي ده چې د متحده ایالاتو د انلاین کتابونو د سایټونو په منځ کې کافي شهرت موندلی دی. نوموړی سایټ تر ۲۱۰۰ پورې انلاین کتابونه لري چې په وړیا توګه یې نړیوالو لوستونکو ته وړاندې کوي خو باید وویل شي چې دا کتابونه هم د تجارت، اقتصاد او بازارموندنې اړوند دي.

۴:  Project Gutenbergدا هم د مهمو او مشهورو ډیجیټلي انلاین کتابخانو څخه یو مشهور سایټ دی چې تر ۴۹۰۰۰ (نهه څلویښت زره) زیات کتابونه یې د انلاین مطالعې او یا ډونلوډولو لپاره په وړیا توګه وړاندې کړي دي.

۵: Bookboonد دې سایټ مرکز ډینمارک کې دی چې په ۱۹۸۸ کال کې یې فعالیت پیل کړی دی. دا سایټ یواځې د تجارت او سوداګرۍ د محصلینو او مسلکیانو لپاره تاسیس شوی دی چې تقریباً تر ۱۰۰ زیات وړیا انلاین کتابونه لري چې ډیر یې د بشري سرچینو مدیریت او محاسبې اړوند دي.

۶: Google Booksګوګل دا خدمات په ۲۰۰۴ کال کې په لار واچول چې د کتابونو او مجلو څخه لیکنې راټولوي او په ډیټابیس کې یې ذخیره کوي. چې د اړتیا پرمهال ترې مونږ ګټه اخلو. د ګوګل کمپنۍ سایټ د هرې موضوع اړوند په زرګونه لینکونه درکوي.

۷: Open Libraryدا خدمات په ۲۰۰۶ کال کې پیل شول چې د هر کتاب او خپرونې لپاره ځانګړي ویب صفحه لري تر اوسه یې شل میلونه ریکارډونه ثبت کړي دي چې د Amazon.com  او کانګریس نه یې تر لاسه کړي دي چې تقریباً ۲۲۳۰۰۰ خپرونې یې د اقتصاد او منیجمنټ مربوط دي.

۸: Fobokoفابوکو په ۲۰۱۲ کال کې په فعالیت پیل وکړ چې په دې لیسټ کې یو بې مثله ریکارډ لري. فابوکو د لیکوالو ټولنه ده چې لیکوالان پکې خپل کتابونه خپروي. ۱۴ صفحې د ګټورو وړیا انلاین کتابونو لري چې د محاسبې ، بشري سرچینو مدیریت ، سوداګریزې اړیکې کتابونو علاوه  د سوداګرو لپاره بیلابیل هدایات او لارښونې ورکوي.

۹: Amazonد امازون ویب سایټ سره خو ټول اشنا یو کوم چې په ۱۹۹۴ کال تاسیس شو او په انلاین تجارتي نړۍ کې خاص نوم او مقام لري چې مونږ او تاسې پکې په انلاین توګه کتابونو، سافټ ویرز او نور بیلابیل ډیجیټلي توکې پیرو یا پلورو.

خو له دې ور اخوا امازون تر ۱۰۰۰ زیات وړیا انلاین کتابونه لري چې د اقتصاد او تجارت اړوند دي خو د دې کتابونو د لاس رسي لپاره باید د امازون اکونټ ولرو.