له بل سره ستا نيکي به يوه ورځ خامخا بېرته در ورسېږي (جالبه کيسه)

دسرک پر غاړه ولاړه وه.. حسن داره او شتمني وه .. خو موټر ورته په عمومی لوی سرک کار پریښود.

پر سرک تلونکو موټرو ته یی ډیری اشاری وکړی خو چا یی په اشاره غوږ ونه خوزاو ..

وخت پری ډیر تیر شو خو چا ورته موټر ونه دراو …

نری نری باران شروع شو ..

نزدی وه چى پرى تیاره شی ، په سوچونو کی ډوبه وه چی اوس به څه چل کیږی ؟! ..

چی په ناڅاپی ډول یی مخی ته یو زوړ موټر ودرید ،

چی یو زوان هلک یی ډریونگ کاوه ،

ښځی موټرته کتل .. او زوان ته ..

زړه نازړه وه چی ورسره سپره شی که نه ، ؟

له دی ویریدله چی له یوی لوری می عزت او له بلی لوری می په مالداری څوک خبر نه شی .. هسى نه چی کار به یی نور هم ستونز من شی .. خو اخر یی فیصله دختلو وکړه او موټر ته وروختله ..

په لاره کی یی له موټروان نه پوښتنه وکړه چی :

نوم دی څه دی ؟

او دکوم ځای یی ؟

او څه مصروفیت لری ؟

ځوان چی دغربت ،فقر او بی وسعۍ نښی پری له ورایه معلومیدلی په داسی حالت کی چی ښځى ته یی نه کتل په خورا ادب او احترام په مات غږ جواب ورکړ چی نوم می ( آدم ) دی او مصروفیت می دادی چی دیوی ټکسی موټروان یم ، ښځه تر یو بریده ډاډمنه شوه خو ځان یی پردی ډیر ملامته کړ چی ولی یی پرموټروان دومره بدگمانی وکړه ،

ښځه خپل ښار ته ورسیده او له ځانه سره یی وپتیله چی موټروان تری هر څومره کرایه غواړی ور به یی کړی ،

ښځی موتروان ته اشاره وکړه چی ودریګه چی کوزه شم،، موټروان موټر ودراوه او ښځه تری کوزه شوه ،

مالداره اوشتمنه ښځه :

څو روپۍ دی شوى ؟

موټروان :

نه ، نه زما هیڅ روپۍ نه کیږی .

شتمنه ښځه :

نه ، داسی نشی کیدلی ځکه ماسره دی ډیر احسان وکړ چی دلاری نه دی راپورته کړم او تر خپل ښاره دی راورسولم ،

موټروان آدم :

بس زما کرایه داشوه چی په لاره کی دی هرڅوک مینده کړل تر خپل وسع ورسره ښه وکړه ،

دموټروان له دی ښه تعامل له امله ښځه ډیره حیرانه شوه او روانه شوه آن تردی چی مخی ته یی یو هوټل راغی هلته ننوتله چی چای مای په کی وڅکی،

له خادمی یی وغوښتل چی یوه پیاله کاوه چای راوړه ،

خادمه یی چی ترڅنگ راغله نو گوری چی خادمه ډیره ستړی او ستومانه معلومیدله ،

شتمنه ښځه : ولی دومره ستړی ستومانه ښکاری ؟ !

خادمه : امیدواره یم ، او دولادت وخت می نزدی دی .

شتمنه ښځه : ولی ارام نه کوی ؟

خادمه : دومره مزدوری وکړم چی دولادت په مهال می د ډاکټری او ناروغۍ درملنه پری وکړم .

شتمنی ښځی ورته دچاى روپۍ ورکړی .

خادمه لاړه چی د محاسب نه ورته ماتی روپۍ راوړی ځکه هغه روپۍ چی ښځی ورته ورکړی وی لس برابره دکاوی له قیمته زیاتی وی .

خادمه چی راغله گوری چی شتمنه ښځه نشته .

ښی لوری چپی لوری ته گوری خو ښځه یی تر سترگو نه شوه

خو پرمیزیی یوه ټوټه کاغذ ولید چی پری لیکل شوی وو : پاتی روپۍ زما له خوا تاته هدیه او تحفه شوی

کاغذ یی چی په بل مخ واړوو نو پری لیکل شوی و د میز لاندی می نوری روپۍ یخی دی هغه ستا د نو مولود بچی لپاره تحفه اوهدیه ده ، نزدی وه چی خادمه دډیری خوشحالۍ نه چیغه ووهی ځکه دشپږو میاشتو تنخاگانو اومعاشونو برابر ورته پیسی میلاوشوی ،

له خوښۍ یی په سترگو کی اوښکی ډنډ شوی .

ژر ژر دهوټل مالک ته ورغله او اجازه یی تری واخیستله ،

په ډیری خوشحالۍ کورته لاړه چی په خپل خاوند باندی زیری وکړی ، هغه خاوند چی دخپلی میرمن دولادت د مصارفو په سوچ اوفکر کی و ،

کورته په منډه منډه ننوتله او په خاوند یی اواز وکړ .

خاوندیی فکر کاوه چی دمیرمن بی وخته راتگ یی ښايي له دی امله وي چی دولادت وخت یی رانزدی شوی وي .

خو په دی حیران شو چی دمیرمن پر خله یی دخوشحالیو او د مننی کلماتو وو .

خپل خاوندیی په غیږ کی راونیو اوزیری یی پری وکړ :

آدم ! زیری می درباندی .

الله راباندی پراخی راوستله .

ژباړه: ( داهغه ادم و چى دشتمنى ښځى سره يي ښيګړه کړى وه )

سبحان الله !

(الخير سیعود علیک یوما )

( هل جزاء الإحسان إلا الاحسان)

سرچینه: د قاري ذبیح الله ملکزي له فیس بوک څخ