سه شنبه , 23 اپریل 2024

له دې پنځه کلمو څخه په کلکه ډډه وکړئ

ژباړن : عطا محمد میاخېل
د بریا کچه په هغو کلمو ټاکل کېږي، کومې چې په ژبه یې راوړئ؛ په دې اساس په خپلو خبرو کې له دې ناکامۍ زېږونکو کلمو څخه په کلکه ډډه وکړئ .
هغه کلمې چې هره ورځ ترې ګټه اخیستل کېږي، ذهني جوړښت تشکیلوي او د خپل ویونکي بریا یا ناکامي ټاکي . له بایلونکو کسانو سره په خپلو لیدنو ـــ کتنو کې په پنځو کلمو سره مخامخ شوم، چې د دې کسانو په جملو کې ډېرې کارول کېدې او بایلونکي د ګټونکو کسانو په پرتله په خپلو ورځنیو خبرو اترو کې له دې جملو څخه ډېره ګټه اخلي .
۱ ـــ چانس :
له دې حقیقت سره سره، نه وړاند وینه شوې پېښې، کولای شي د کار په پایله باندې اغېزه ولري، دا چانس نه دی، چې په پایله کې توپیر را منځته کوي، بلکې پېښې دي، چې د دې لامل کېږي . چانس له هغو سره هېڅ کار نه لري . په چانس باندې باور لرل، ستاسو ذهن ته داسې جوړښت ور بښي، چې ستاسو په اند، نه تاسو او نه هم بل څوک کولای شي، چې پکې بدلون رامنځته کړي او یا هم پرې اغېز ولري . له دې بده دا ده چې چانس یوه بانه ده، چې په وسیله یې ماتې توجیې کېږي ( دا یوازې بد چانسي وه ) او بریاوې بې ارزښته کوي. او یا دا چې ( دا یوازې ښه چانسي وه ) .
۲ ـــ دښمن :
سمه ده، چې تاسو رقیبان لرئ او کله وخت ستاسو د ګټې له پاره باید هغوی خپله ماتې وزغمي . په کسب او کار کې دښمن شتون نه لري . دښمن یوازې د جګړې په ډګر پورې تړاو لري . کسب او کار د څیزونو د ښه والي له پاره دی، نه د افرادو د له منځه وړلو له پاره . کله چې تاسو خپلو رقیبانو ته د دښمن په ویلو سره، له هغوی څخه د ځان له پاره هلاکونکې وسیله جوړوئ، نو پر خپل مخ سوادګریزې دروازې تړئ . په یاد ولرئ، چې په سوداګریزه نړۍ کې ننني رقیبان د سبا ورځې شریکان دي .
۳ ـــ نه منل ( رد ) :
آیا ښه نه ده، که چېرې خلک ستاسو له نظرونو سره موافق وي ؟ ښه ! کله وخت افراد ستاسو نظرونه نه خوښوي، یا حتی امکان لري، چې تاسو خپله هم د هغو پلوي ونه اوسئ.
تاسو کولای شئ، دا پېښې د نورو په وسیله د خپل ځان د نه منلو په توګه په ګوته کړئ او خپل ذهنیت ته زیان واړوئ . یا دا چې درک کړئ څه پېښ شوي، چې د نورو نظرونه د ستاسو له نظرونو سره همغږي نه لري، پر ځای د دې چې داسې کلمې وکاروئ، چې په اتومات ډول تاسو کمزوري کړي . د خپل او یا هم د نورو د لید لوري په بدلون باندې تمرکز وکړئ .
۴ ـــ کرکه :
په کار کې معمولاً له داسې جملو سره لکه : (زه له رییس څخه کرکه لرم) یا (زه له خپلې دندې څخه کرکه لرم) مخامخ کېږو . کرکه یوه منفي کلمه ده، چې د انسان په بدن کې ناروغي را منځته کوي . هر ځل چې تاسو دا کلمې کاروئ، دېته پاتې کېږي، چې په خپل بدن کې یوه سرطاني ژونکه خوشې کوئ . دا قضیه په بشپړه توګه نوې ده . دا نه وایم، چې هرڅه دې ستاسو له پاره خواږه او د خوښې وړ وي؛ خو ولې خپل ذهن له کوم کس او یا کوم څیز څخه په کرکه ککړ کړو ؟
۵ ـــ خو :
ډاډه یم، چې تاسو هم داسې کسان پېژنئ، چې نه شي کولای د یوه نظر، د یوې نقشې او یا هم د یوه ځانګړي فعالیت په اړه څه ووایي، پرته له دې چې خپله جمله په یو خو سره ناقصه کړي . د بېلګې په توګه وایي : ( هو ډېر ښه نظر دی، خو … ) یا ( زه موافق یم، چې باید موږ یو کار ترسره کړو، خو … ) دا جمله نا هیلۍ زېږوي او فرصتونه له منځه وړي . د (خو) له پاره نور بدیلونه هم شتون لري، له هغو څخه ګټه واخلئ، د موکې د له منځه وړلو پر ځای موکې را منځته کړئ د (او) کلمه د هغو یوه له غوره کلمو څخه ده . بل ځل مو چې وغوښتل له ( خو) څخه ګټه واخلئ، پر ځای یې د ( او) کلمه وازمایئ او اغېزه یې وګورئ.