چهارشنبه , 24 اپریل 2024

له شپږو ساعتونو کم خوب مو پر بدن څه اغیز کوي؟

نږدې ټول روغتيايي څېړونکي د خوب د اهميت په اړه سره يوه خوله دي، او د خوب د کموالي یا زيات والي د اغيزو په اړه يې خبرداری ورکړی، څومره چې د انسان عمر زياتيږی په هماغه اندازه يې په خوب کې کموالی راځي.

د خوب کموالی په ځانګړي ډول ښځو ته د اولاد زیږېدو نه وروسته کیږي، چې د ماشوم لپاره د شپې څو واره له خوبه راپاڅیږي، او همدا ډول یا د دفتري کارونو د بوختیا له امله انسان ونشي کولای له شپږو ساعتونو زیات خوب وکړي.

د اړتيا په اندازه خوب د انسان په ذهانت او د ماغزو قوت کې مهم رول لري، او پوره خوب د انسان د درک وړتيا قوي کوي، نو ګورو چې د شپې او ورځې له شپږو ساعتونو کم خوب پر بدن څه اغیز کوي؟

دماغي وړتیا کمزورې کوي

د شپې له شپږو ساعتو کم خوب د انسان دماغي وړتیا کمزورې کوي او د رواني ناروغیو اخته کېدو لامولونه یې زیاتيږي، او په سم ډول د یوه کار په کولو کې غبرګون نشي ښودلی، چې نه یې یوازې پر حافظه بد اغیز کیږي بلکې د درک او فهم وړتیا له منځه وړلو ګواښ هم یې زیاتیږي، چې په کارونو کې ورته پرېکړه کول ستونزمن شي.

ژر غوصه راتلل

څیړنې ښيي چې د خوب کمښت د انسان په احساساتي مرکز تر دومره اندازې اغیز کوي چې دده دماغ ۶۰ سلنه زیات خوځښت پیدا کوي، په اصطلاح چې کم خوبي په دماغو کې د انسان احساساتي ماده په سم ډول کار کولو ته نه پریږدي، چې له امله یې په نه خبره سړي ته غوصه ورځي.

د مخ ښکلا ورکېدل

د مخ ښکلا او تازه ښکاره کېدو لپاره ښه او مناسبه اندازه خوب ډیر اړین دی، ځکه چې کله خوب له اندازې کم شي، د سترګو شاوخوا توروالی رامنځته کیږي، او همدا ډول څیړنې ښيي چې له اندازې کم خوب انسان ډیر ژر د بوډاوالي خوا ته بیایي، ځکه چې په بدن کې د هورمون خوشې کېدل له خپلې اندازې زیاتیږي چې د بدن پوستکی تازه والي ته نه پریږدي.

زیات ناروغه کېدل

وروستۍ څیړنې ښيي چې له شپږو ساعتونو کم خوب د انفلونزا، زکام او داسې نورو ناروغیو رامنځته کېدل د پوره خوب کولو کسانو په پرتله څلور چنده زیات وي، که تاسې په یو خاص موسم کې له یوې ناروغۍ څخه زیات کړیږئ نو غوره او مناسبه اندازه خوب ترسره کړئ.

کاپي………