چهارشنبه , 24 اپریل 2024

له نم یا رطوبت څخه د یوې ودانۍ ساتنه

د یوې ښه ودانۍ یو شرط د ودانۍ وچوالۍ دی. په یوې ودانۍ کې نم د ناسم ډیزائن، ناسم  ساختمان او د بې کیفیته موادو د کارونې له امله پیدا کیږي. نم نه یواځې د ودانۍ کاري عمر ته زیان رسوي، بلکه د ودانۍ د اړینو عناصرو په جوړښت کې هم غیر صحي شرایط رامنځ ته کوي. په ودانۍ کې د وددانۍ د چت له اړخه د  نم له منځه وړلو او د اوبو د څڅېدنو مخنیوي ته د اوبو پروړاندې عایق کارۍ یا  Water Proofing اصطلاح کارول کیږي او د دیوالونو، فرش او د ځمکتلي وچوالي ته د زیم پروړاندې عایق کارۍ یا Damp Proofing  اصطلاح کارول کیږي.

 

په یوې ودانۍ کې د نم یا زیم زیانونه

  • نم د ودانۍ د ښوره کیدو سبب ګرځي، چې په پایله کې د خښتو، تیږو، کاشي او نورو ساختماني موادو د ویشل کیدو او تخریب سبب ګرځي.
  • د پلستر د ورستیدو او ماتیدو سبب ګرځي.
  • د رنګ د بې کیفیته کیدو او تویدو سبب ګرځي.
  • د لرګیو او بیمونو د ورستیدو، تاویدو، کږېدو او خمیدو لامل ګرځي.
  • کیدای شي د وسپنیزو عناصرو زنګ وهلو ته لاره هواره کړي.
  • د برقي سیستم د اخلال او تخریب لپاره شرایط رامنځ ته کوي.
  • د حشراتو د پیدا کیدو او تکثر لپاره مناسب چاپیریال رامنځ ته کوي.
  • د اوسیدونکو لپاره غیر صحي چاپیریال رامنځ ته کوي.

په ساختمان کې د زیم لاملونه

د زیم ستر لامل د ساختمان د عناصرو او د ساختماني موادو په واسطه د اوبو جذب دی. د ساختماني موادو یو ذاتي خاصیت دادی چې نم د هغو وړو درزونو او تشو ځاینو له لارې موادو ته لاره کوي او په موادو کې ویښته ډوله درزونه د اوبو او نم له انتقال سره لا ډیره مرسته کوي ترڅو هرې خواته لاره وکړي. د نم انتقال د ساختمان داخل ته د دیوالونو، چت او فرش له لارې د ناسم ډیزاین، د خرابو او بې کیفیته ساختماني موادو د کارونې او یا د ناسم ساختماني کارونو د اجرا له لارې صورت نیسي.

 

په ساختمان کې د زیم منابع

د نم اړین منابع په لاندې ډول دي:

  • نم د تهداب د دیوالونو له لارې راپورته کیږي. د لمدې ځمکې څخه رطوبت د ځمکې سرته د ویښته ډوله درزونو له لارې په اسانۍ سره پوتره کیږي.
  • د باران د اوبو شیندل، چې له دیوال سره د تصادم وروسته بیرته په فرش راګذاریږي او د زیم سبب ګرځي.
  • د دیوالونو، پیکونو، او د ساختمان د نورو خلاصو برخو له لارې د باران د اوبو د نفوذ له لارې هم زیم صورت نیسي.
  • د مایلو چتونو د موجودیت په صورت کې هم د باران اوبو د عیب لرونکي چت او فرش له لارې د زیم انتقال او رامنځ ته کیدو ته لاره هواریږي. سربیره پردې، د بام بلۍ، د بلیو په برخه کې د ویالو شتون او ناوې هم د باران اوبو ته اجازه ورکوي چې په ساختمان کې جذب شي او زیم جوړ کړي.
  • د همواره چتونو، کمو میلانونو ، د پایپونو د نامناسبو جوړونو او د چت، فرش او دیوال ترمنځ د خرابو او عیب لرونو جوړونو د موجودیت په صورت کې هم زیم منځ ته راځي او یاد ټول موارد د زیم منابع ګڼل کیږي.

 

د نم د مخینوي طریقې

په یوې ودانۍ کې د نم د له منځه وړلو او د نم د زیانونو  د مخنیوي لپاره له لاندنیو طریقو څخه ګټه اخیستل کیږي:

  • پرده اي عایق کاري
  • بشپړ عایق کاري
  • د سطحې د معالجې طریقه
  • دستګاه یا Guniting
  • د درز لرونکي دیوال د ساختمان طریقه

 

  • پرده اي عایق کاري

په دې طریقه کې د زیم د منبع او د ساختماني عنصر ترمنځ د اوبو ضد پرده یا طبقه ځای پرځای کیږي. دې طبقې ته په عامه اصطلاح د DPC یا د اوبو ضد طبقه وايي. دا طبقه د قیر له مایع، پلاستیک، اسفالټ، ماستیک ، کانکریټ، او یا د پولیتیني ورقو د کارونې په واسطه رامنځ ته کیږي. نظر د زیم نبع ته د DPC طبقه په فرش،  دیوالونو او د ساختمان په نورو برخو کې افقي یا عمودي اچول کیږي. په زیرزمینۍ کې د DPC طبقې رامنځ ته کولو ته ذخیره کیدنه یا Tanking وايي.

د DPC د اچولو پرمهال عمومي پرنسیپونه:

  1. د DPC طبقه باید د دیوالونو ټول ضخامت او وتلې برخې وپوښوي.
  2. د سمنټي مصالحې هغه طبقه چې د DPC طبقه پرې اچول کیږي، باید هواره او منظم وي. ناهمواره او غیر منظم تهدابونه د DPC طبقې د ماتیدو سبب ګرځي.
  3. کله چې افقي DPC د یو عمودي سطحې په لور اچول کیږي، د کانکریټو طبقه باید د ۷۵ ملي مترو په شعاع سره په جوړونو کې د زیم تر معالجې یا د DPC تر اچونې وړاندې فیلیټ شوی وي .
  4. ددې لپاره چې د ودانۍ له فرش، دیوالونو او نورو برخو څخه د اوبو د جذب مخنیوی یقیني شوی وي، DPC هره طبقه باید باید له بلې DPC طبقې سره متناسبه وي.

 

  • بشپړ عایق کاري

په دې طریقه کې په کانکریټو کې یو ډول د رطوبت ضد مواد کارول کیږي ترڅو د اوبو یا د رطوبت پروړاندې ساختمان ته مقاومت ورکړي او پرې نه ږدي چې جذب صورت ونیسي. د رطوبت ضد دا ډول مواد په بازار کې په مایع او د پوډرو په شکل پیدا کیږي.

دا مواد له خټو، شګې، چونې او ګچ څخه جوړیږي او د ساختمان په د عناصرو په موادو کې شته درزونه او ډکوي او ساختماني عناصرو ته د اوبو او نم پروړاندې مقاومت ورکوي

د موادو بل ډول يې الکلین سلفایت، المونیم سلفایت، کلسیم کلورایډ او نور کیمیاوي مواد دي چې کله له کانکریټو سره ګډیږي، له کانکریټو سره کیمیاوي تعامل رامنځ ته کوي او ساختماني عنصر ته د اوبو او زیم پروړاندې مقاومت ورکوي.

Pudlo, Imperno, SIks او ځیني نور هغه تیار کیمیاوي مواد دي چې په عادي شکل کارول کیږي. ددې موادو مقدار د جوړونکي د پیشنهاد پورې اړه لري چې په کومه اندازه يې د ګډولو وړاندیز کوي. په عمومي توګه، له یو بورۍ سمنټو سره یو کیلو د رطوبت ضد مواد کارول کیږي.

 

  • د سطحې د معالجې طریقه

لکه څنګه چې وړاندې یادونه وشوه،  لندبل د ساختماني عناصرو د درزونو له لارې خپل انتقال ته ادامه ورکوي ترڅو د ساختمان سطحې ته ورسیږي. ددې لپاره چې مساماتو ته د لندبل انتقال یا حرکت چیک شي، دا سوري یا مسامات باید ډک شي. د سطحې د معالجې په طریقه کې د سطحې درزونه چې د لندبل د رامنځ ته کولو سبب ګرځي، ډکیږي. د باران د تخریبوونکو اوبو پروړاندې د ساختمان د مقاومت د لوړولو لپاره د صابوني اوبو ( هغه اوبه چې غوړ خاصیت ولري، لکه د کلسیم او المونیم مرکبات) کارونه ډیره ضروري ده. د بیچومن محلولونه، سمنټي پوښونه، شفافه او خویه پوښونه او ځلا لرونکي رنګونه په دې کټګورۍ کې شامل دي. د دیوالونو سحطې د معالجې برسیره د چونې او سمنټو د پلستر کارونه هم یوه اقتصادي طریقه ده. د 1:3:6 نسبت سره د چونې، سمنټو او شګې د پلستر کارونه د دیوالونو د مقاومت په برخه کې ډیر ښه ثابت شوی دی چې کولای شي د باران د اوبو پر وړاندې ساختمان ته د جذب مقاومت ورکړي.

 

  • دستګاه یا Guniting

په دې طریقه کې د سمنټو یوه غني طبقه د زیم د مخنیوي پروړاندې د سطحې د پاسه کارول کیږي تر څو ساختمان ته د زیم پروړاندې مقاومت ورکړي. دا چاره د هغه ماشین یا آلې په واسطه ترسره کیږي چې د سمنټو د ټوپک په نامه یا د سمنټو د دستګا په نامه یادیږي. دا آله د سمنټو او نورو موادو د ګډولو د وسیلې او د یو کمپریسر چې د یو ۵۰ ملي قطر لرونکي پیپ له لارې د سمنټو مخلوط موادو ته د انتقال لاره هواروي، جوړه شوې ده. دا نل په خپل اخرني برخه کې نوځل لري چې اوبه تر یو خاص فشار لاندې د یو ځانګړي جوړښت له لارې انتقالوي.

هغه سحطه چې باید د زیم پروړاندې مقاومت پیدا کړي، په لومړي سر کې له دوړو، خاورو ، غوړ او نورو وړو زرو څخه پاکیږي او په ښه شکل سره دا سطحه باید وچه شي. سمنټ او شګه د 1:3 او یا 1:4 په نسبتونو سره ګډیږي او بیا ماشین ته اچول کیږي. بالاخره تیار شوی مخلوط په پاکه شوې سطحه د 2kg/sm^2 یا 3kg/cm^2 فشار سره په داسې حال کې په سطحې شنیدل کیږي چې د سمنټو د ټوپک او سطحې ترمنځ فاصله د ۷۵ ملي مترو څخه تر ۹۰ ملي مترو پورې وي. په ماشین کې د اوبو کیفیت باید د څکلو د اوبو د کیفیت په اندازه وي ترڅو د نل څخه په اسانۍ تیر شي. دا چې په ماشین کې مواد د یو خاص فشار په واسطه شیندل کیږي، نو لازمه ده چې د موادو کثافت په کافي اندازه وي ترڅو د سطحې پرمخ درزونه وپوښوي او ساختمان ته د زیم او یا لندبل پروړاندې مقاومت ورکړي.

 

  • درز لرونکي دیوال د ساختمان طریقه

ددې طریقې میخانیکیت داسې دی چې د ساختمان د عمومي ( بهرني) دیوال ترڅنګ یو بل دیوال ( داخلي دیوال) س په داسې ډول رامنځ ته کیږي چې د دواړو دیوالونو ترمنځ یو درز باید پاتې شي.  دغه درز له بهرني دیوال څخه داخلي دیوال ته د اوبو د انتقال مخه نیسي.

 

شیرین اغا جهانګیر

د پرکار انجینری خدمتونو مرکز