پنجشنبه , 25 اپریل 2024

له پوهنتون څخه فراغت؛ دنویو ستونزو پیل

لیکوال: صفي الله حسن زی

له پوهنتون څخه فراغت هیلې او امیدونه له ځان سره لري، دفراغت په ورځ دکورنۍ، ملګرو اوخپلوانو لخوا دمبارکۍ ترڅنګ په ډالیو نازول کیږې،دا ورځ له خوښۍ څخه ډکه ورځ وي، په خوشالۍ کورته ځې اوویاړې چې له پوهنتون څخه فارغ شوی یې، څه وخت همداسې خوشالۍ کې تېروې اودڅلورکلن تحصیلي ژوندستړیاوې رفع کوې، اما داورځې یوازې داسې ندي لکه څنګه چې فکرکوې، بلکې دادنویو ستونزوپیل دی.میاشت تیریږی متوجه کېږې چې په سخته لاره کې واقع یې، باید دژوند تېرولواو دکورنۍ دهغه ملاتړپه وړاندې چې په تحصیلي دوره کې ېې ستاملاتړکړی لاس په کارشې او ځان ته دنده پیداکړې، په پلټلو پیل کوې، دانټرنېټ له لارې پلټلنه، دوستانو اوملګروته چې دنده لري زنګ وهې، دولتي ادارو، وزارتونو، ریاستونو، دولتي اوغیردولتي موسساتو ته سرورښکاره کوې، لنډه داچې دکارپیداکولو لپاره هره دروازه ټکوې مګرله ډيری دروازو څخه هیڅ غږ نه راوزي!

ستونزه چیرته ده؟

اول: په کوم قوم پورې تړاولرې؟

په افغانستان کې که وغواړې اوکه ونه غواړې کارونه اوکاري ادارې دوزیر،ریس اومدیرد قوم لپاره ځانګړې شوې، په ډېرتاسف سره چې دولتي اداروکې دوزیر،ریس اومدیرله قوم پرته ډیرکم کسان په دنده ګمارل شوي یانې دلته لاتراوسه روابط پر ظوابطو حاکمیت لري.

دوهم: په کوم ګوند پورې تړاولرې؟

دافغانستان په ډېری اداروکې بدبختانه دواک وېش، دکاروېش اودامتیازونو ویش په ګوندونو پورې تړاو لري، که چېرته دیوقوي ګوندحمایت له ځان سره ولرې په دنده به ګمارل کیږې اوکه نه نو همداسې به بې کاره وې.

دریم: په اداره کې د کاري تجربې غوښتنه

یوه ترټولو لویه ستونزه داده چې هرې ادارې ته ورشې دکاري تجربې غوښتنه درڅخه کوي، هغه زده کړیالان چې نوي له پوهنتون څخه فارغ شوي وي هغوی کاري تجربه له کوم ځای څخه پیدا کړي؟، دولت اوهم دپوهنتون اداره دزده کړیالانو لپاره ځانګړی او دعملي کارکولو پلان اوبرنامه نلري، نو هغه زده کړیال چې له پوهنتون څخه فارغ شي دکاري تجربې دنه شتون له کبله په میاشتو حتي په کلونو کلونو بې روزګاره ګرځي،چې دا بې کاري دذهني نا آرامتیا ترڅنګ زموږ ډیری ځوانان اوکاري قوه بهرنیو هیوادونو ته په تېښته او وتلو مجبوره کړې چې تېرڅوکلونه یې ښې نمونې دي.

حل لاره څه ده؟

اول : دپوهنتون دزده کړو ترڅنګ مسلکي زده کړې کول ، دمثال په ډول زده کړیالان باید دپوهنتون ددرسونو ترڅنګ مسلکي زده کړې( خیاطي، مبایل جوړونې …. ) ترلاسه کړي چې پدې سره کولاي شي نوي فارغ محصلین له بې کارۍ څخه ځانونه وژغوري.

دوهم : د زده کړو دکیفیت ښه والی، دزده کړې دکیفیت ټيټوالی او نامناسبې زده کړي هم په بې کارۍ کې مهم رول لري، په بحران لیدونکو هیوادونو کې باید دزده کړو سیاست تغیر ومومي او دټولنې داړتیا مطابق جوړشي، په افغانستان کې نه یوازې دزده کړو کیفیت ټیټ بلکې دکار په بازار کې هم ځواب ویونکی ندی.

دریم : د اداري فساد سره مبارزه .

څلورم : مسول ادارې باید کاري ادارې له قومی، سمتي، ګوندي او ژبنیز ویشنو څخه وژغوري او پرینږدي چې دواک ویش، دامتیازونوویش په قوم او یاهم ګوندونو پورې وتړل شي، پدې سره نوي فارغ محصلین کولی شي د آزاد رقابت له لارې دنده ترلاسه کړي.

پنځم : په پوهنتون یا هم له پوهنتون څخه دباندې زده کړیالانو ته دعملي کار پروګرامونه جوړول، دپوهنتون اداره باید په دولتي اویا ځینې نورو کاري اداروکې زده کړیالانو ته دعملي کارپروګرامونه جوړ کړي ترڅو دوی له فراغت مخکې په اداره کې دکارکولو سره بلدتیا او تجربه ترلاسه کړي اوترفراغت وروسته لدې تجربې څخه ګټه پورته کړي.