لوستل یې اړین دي!

څلور شمعي!

لومړۍ شمعي وويل: زما نوم سوله ده! نو ځكه هيڅوك نه سي كولاى ما روښانه وساتي او يقين لرم، چي ډېر ژر به مړه سم. بيا د هغې لمبې كمي سوې او بيا مړه سوه.

دويمي شمعي وويل: زما نوم ايمان دئ او داسي احساسومه، چي څوك زما شتون ضروري نه بولي او لازمه نه ده، چي ډېره روښانه پاتی سم. كله چي ئې خبري پاى ته ورسېدو، نرم باد وچلېدو او هغه ئې مړه كړل.

د درېيمي شمعي وار راورسېدو: هغې په ناراحتي سره وويل: زما نوم مينه ده.

زه نور د روښانه پاته كېدلو وس نه لرم ، ولي چي ټولو زه ګوښې ته غورځولې يم او زما په اهميت نه پوهېږي. خلكو حتى له خپلو نزدې خپلوانو سره هم مينه كول هېر كړي دي. نوكى وخت لا نه وو تېر شوى، چي دا شمعه هم مړه شوه.

ناپامه هلك كوټې ته راننوتى.

وئې ليدل، چي له څلورو شمعو څخه درې مړې شوې دي.

هلك هغو دريو شمعو ته وويل: تاسو ولي مړې ياست؟ تاسو خو بايد تر خلاصېدو پوري نه واى مړې شوي؟

او بيا ئې په ژړا سر پوري كړ.

ناپامه څلورمه لګېدلې شمعه، چي تر اوسه روښانه وه په خبرو شوه او وئې ويل:

مه خپه كېږه، تر څو چي زه يم، كولاى سې زما په وسيله هغه درې شمعي روښانه كړې.

زما نوم هيله ده .