پنجشنبه , 25 اپریل 2024

لویه څارنوالي وایې، داصف مومند دنیولو امر مو نه دې ورکړې

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، چې د دوی له لوري د اصف مومند نیولو ادعا بې بنسټه ده او داسې هېڅ امر د دوی له لوري نه دي ورکړل شوی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي کابل کې رسنېوسره په خبرو کې وویل، د لویې څارنوالۍ له لوري د دغه شخص د نیولو هېڅ امر نه دی صادر شوی. یوازې تر دې وړاندې ښاغلی مومند د یوې بلې قضیې په تړاو چې زموږ د عدلي او قضايي مرکز د څارنوالۍ لخوا تر څېړنې لاندې وه، څارنوالۍ ته وربللی یا جلب شوی و.

دی د تحقیق لپاره حاضر شوی و او یو لړ معلومات هم ترې اخیستل شوي وو. هغه قضیه د تېر کال په کب میاشت کې وه، نو د لویې څارنوالۍ لخوا د ښاغلي مومند نیولو په تړاو د ښاغلي مومند د نیولو په تړاو د هر ډول حکم ادعا بې بنسټه ده. ”

له دې مخکې پر ټوېټر د بلخ والي عطاء محمد نور سلاکار طاهر قادري یو شمېر اسناد خپاره کړي وو، چې وايي د ښاغلي مومند د نیولو رسمي حکم دی چې په بلخ ولایت کې د څارنوالۍ له دفتر صادر شوی دی.

نوموړي ویلي و د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د دغې قضیې څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.

له دې مخکې د بلخ د پولیسو مشر سید کمال سادات ویلي و ، کله چې اصف مومند تېر ماښام مزار شریف هوايي ډګر ته ورسېد د د والي عطاء محمد نور لارښوونه دا وه چې ونیول شي.

د افغانستان شمال کې د بلخ د پولیسو چارواکي ویلي و، ښاغلی مومند له نښتو وروسته له هوايي ډګر وا ېستل شو او اوس د ملي امنیت ادارې په بند کې دی.

د بلخ د پولیسو مشر په وینا په دې نښتو کې د ښاغلي مومند دوه کسان وژل شوي او دوه امنیتي سرتېري ټپيان دي.

د رپوټونو له مخې د ولايتي شورا غړی اصف مومند څو ساعته په هوايي ډګر کې ایسار و او نه یې غوښتل ځان تسلیم کړي.

تېره شپه له نیول کېدو وړاندې ښاغلي مومند ځینو رسنیو ته وویل “د عطاء محمد نور د وسله والو کسانو لخوا محاصره یم او له هوايي ډګره د وتلو اجازه نه را کوي.”

نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې زور واکو ته نه تسلیمېږي.

د پولیس مشر ښاغلی سادات وايي، د کورنیو چارو د وزیر په سپارښتنه دی هوايي ډګر ته ورغی، چې د لانجې مخنیوی وکړي:

سید کمال سادات وايي، د ډزو پر مهال اصف مومند د هوايي ډګر ترمینال اخري دروازه کې وه:

“کله چې ډزې وشوې بالاخره یې مومند ونیو او د ځان سره یې یووړ د هوايي ډګر قومندان ته ویل شوي و چې نوموړی ونیسي، اوس د ملي امنیت سره دی، ملي امنیت ته یې سپارلی دی.”

اصف مومند څو ورځې وړاندې په کابل کې يوه خبري ناسته کې د بلخ پر والي عطاء محمد نور د فساد تورونه پورې کړي و.

ښاغلي مومند دغه راز ادعا کړې وه چې عطاء محمد نور د ده د وژلو هڅې هم کړي دي.

د بلخ د ولایتي شورا دغه غړي ویلي د عطاء محمد نور د اداري فساد په اړه اسناد لري.