پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ماشومان څنګه د کور قوانینو ته ژمن کړو؟

ژباړه : عطا محمد میاخېل

ډېری میندې او پلرونه نه پوهېږي، کله چې ماشوم د کور قوانینو پرخلاف کړنې ترسره کوي، له هغوی سره څه ډول چلند وکړي . ماشومان باید پوه شي، کله چې د کور د قوانینو پرخلاف کړنې ترسره کوي او یا هم د خپلو کارونو په ترسره کولو کې لټي کوي، منفي پایله به تر لاسه کړي .

البته باید دې ته ډېر زیات پام وکړئ، چې والدین باید د قوانینو ښه پلي کوونکي واوسي او په سمه او بشپړه توګه قوانین ترسره کړي . مورنۍ او پلرنۍ مینه یا ستړیا او بې حوصلګي نباید د دې پایلو په مخکې خنډ وګرځي او یا کله چې غوسه یاستئ دا قوانین په ډېر زیات شدت سره ترسره کړئ . د ماشوم د کارونو له امله منفي پایلې باید له احساساتو څخه پرته ترسره شي .

هغه ټکی چې نباید هېر شي، داده چې اولاد مو باید په ټولو قوانینو باندې پوه او له هغو څخه د سر غړاوي په پایلو هم خبر وي . نباید پرېږدو چې د هغه له پاره، له خپلو مسؤولیتونو څخه د اوږې تشولو له پاره کومه بانه شتون ولري، که چېرې پیدا شوه، له هغې وروسته یو ځل بیا ورته یادونه وکړئ، کوم کار مو چې ترې غوښتی، باید هرومرو یې ترسره کړي .

دغه راز دا هم باید په پام کې ولرئ، چې د ښو چلندونو د لا زیاتې پیاوړتیا له پاره، له ډالیو څخه هم ګټه واخلئ . تاسو کولای شئ، ډالۍ په درې برخو ووېشئ، ترڅو د ماشوم له پاره یو ډول ډالۍ په عادت بدل نه شي او په ماشوم کې د هیلې د رامنځته کېدو سبب نه شي.

فعالیتي ډالۍ :

دا ډالۍ د ماشوم محورد دی او هغه فعالیت چې ماشوم ورسره مینه او لېوالتیا لري، باید ورته پام وشي، نه هغه فعالیت، کوم چې د والدینو یې خوښېږي . د بېلګې په توګه : لوبې کول، کیسې لوستل او نور …

فزیکي ډالۍ :  د ماشوم ښکلول، په غېږ کې نیول او ناز ورکول .د خبرو ډالۍ :مننه کووم ګرانه، په ما باندې ډېر ګران یې، د مینه ناکو کلیمو ویل، په همدې برخې پورې تړاو لري .