مثبت فکر کول .

مثبت فکر کول په دې مانا، چې یوڅوک د ژوندانه په مثبت اړخ باندې تمرکز ولري او په هره برخه کې مثبتو پایلو ته په تمه وي.

مثبت فکوالا کسان تل روغ ، خوښ او بریالي وي، دژوندانه په هره برخه کې یو مثبت لیدلوری لري او تل په دې باور وي چې د هرې سختۍ په وړاندې ودرېدلای شي او هېڅ شی یې مخه نشي ډب کولای.

په مثبت فکر کولو کې دا ښکتني شیان ‌ډېر مهم رول لري.

۱ لیدلوری.

۲ رویه (چلند(

۳ احساسات.

۴ دباور سیستم.

۵ د ارزښت سیستم.

۶ د ځان په اړه تصویر.

د هغه چا لیدلوری چې د نورو په اړه منفي وي نو هغه به دځان په اړه هېڅکله هم مثبت فکر ونکړي، نه به هم دځان د بدلولو هڅه وکړي ځکه هغه د نورو په اړه په فکر کولو بوخت دی او وخت ، ناوخت غواړي چې نور بدل کړي په داسې حال کې چې بدلون له ځانه پیل کېږي.

لکه څرنګه چې انسان ټولنیز مخلوق دی او نشي کولای چې بې ټولنې او بې ټولنیزو اړیکو ژوند وکړي او اړ دی چې د نورو انسانو سره راشه درشه وکړي اود ژوند په چارو کې دنورو انسانانو نه مرسته غواړي نوددې لپاره به دی ټولنیزې اړیکې پالي او د اړیکو په پاللو کې یې ښه او بده رویه ډېر مهم رول لري، هغه کسان چې د نورو سره منفي او بد چال چلند کوي دوی ترټولو ډېر منفي شخصیت لرونکي کسان دي ‌او هېڅ وخت هم له نورو داتمه نشي لرلای، چې ورسره ښه او مثبت چلند وکړي ، نو که غواړو چې مثبت او ښه ژوند ولرو پکار دی چې چلند مو دنورو سره مثبت وي.

احساسات هم په دې برخه کې ډېر مهم رول لوبوي مونږ به دیو شي په اړه خامخا یا منفي او یا مثبت احساس لرو او هغه انسانان چې دروغتیایي او جسمي پلوه روغ او نورمال وي بې احساسه ژوند نشي کولای، د احساساتو له مخې مونږ پرېکړه کوو هغه کسان چې غواړي‌ مثبت وي نو باید احساسات یې هم مثبت وي او که کله زمونږ احساسات مثبت ول زمونږ چلند به هم مثبت وي او مثبت کړه وړه به کوو.

باور او ارزښت سره تړلي موضوعات دي که مونږ د یو څېز په هکله ښه باور ولرو نو ارزښت به ورته قایل یو او که مو باور پرې څومره کمزوری کېږي په هماغه اندازه زمونږ په وړاندې ارزښت له لاسه ورکوي نوداچې هېواد سره مینه لرو باور مو دادی چې هېواد مو مور ده او زمونږ د پېژندګلوی لپاره یوه نښه او علامه ده، که مونږ دیو ملګري سره ښه کوو او تمه مو ترې داوي چې هغه هم په راتلونکي کې راسره ښه وکړي باور مو دادی چې مونږ ورسره ښه کړي دي نو ځکه مو تمه ترې دښوکېږي.

دځان تصویر لرل په دې مانا چې مونږ د ځان په اړه هم قضاوت وکړو او هرځای چې غواړو د نورو په اړه څه ووایو د خپل ځان هغو کمزورو ټکو ته پام وکړو چې مونږ یې خپله لرو او ځان ته داحق ورنکړو چې د نورو په اړه پرېکړه او فیصله وکړي، مونږ باید په خپل شخصیت او خپل کرکټر فوکس او تمرکز وکړو. په پورتنیو یادو شویو شیانو کې ټول یو له بل سره مستقیمې اړیکې لري او که یو یې کمزوری وي په نورو یې مستقیم اغېز پرېووځي او د یو مثبت ژوند د لرلو لپاره مهم دی چې دې ټولو شیانو ته پام وکړو، په دې کې ډېری شیان داسې وي چې له ماشومتوب نه ورته باید ځانګړی پام وشي ځکه چې زمونږ د عمر له ډېرېدا سره زمونږ باور، احساس او چلند هم پیاوړی کېږي نو که څوک غواړي چې بچیان یې مثبت کړه وړه او عملکرد ولري له ماشومتوب نه پکار ده چې پورتنیو شیانو ته یې خاصه پاملرنه وکړي که خدای مکړه څوک په منفي فکر کولو روږدی او په دې روحیه رالوی شو نو په آسانه یې مثبت لوري ته راګرځول ناشوني دي.

د مثبت فکر کولو لپاره عملي لارې چارې:

که غواړو چې په فکر کولو کې مو بدلون راشي او همداراز چال چلند مو له نورو سره مثبت شي ددې ښکتنیو شیانو ترسره کول به په دې برخه کې ډېر مرستندوی وي.

۱. د مثبت فکر کولو او مثبت چال چلند په اړه فکر کول، ګټه یې سنجول او په دې برخه کې لا ډېره مطالعه کول او کله چې په دې پوی شوی چې مثبت ژوند کول دبریا او خوښۍ اصلي سرچینه ده بې له شکه له هماغه وخته به مثبت فکر کوئ او مثبت چال چلند به غوره کوئ.

۲. په دې اړه فکر مکوئ چې نور د تاسو په اړه څه فکر کوي او خپل ځان اوسئ، او مه ځان ته داحق ورکوئ چې د نورو په اړه پرېکړه او قضاوت وکړئ، هرڅوک د خپل ژوند کولو لپاره یوه خپله لار لري کوښښ مکوئ چې نوروته په خپله خیالي دنیا کې د ژوند کولو یوه دنیا ودانه کړی ، ددې پرځای د خپل ژوند په اړه فکر وکړئ.

۳. خپل فکر او وخت په دې تېروئ چې څرنګه د وخت او حالاتو نه مثبته ګټه واخلئ .

۴. که دځان او یا دنورو سره خبرې اترې کوئ مثبتې خبرې وکړئ.

۵. موسکا د مثبت ژوند او مثبت فکر کولو کې ډېره مرسته کوي نو کوښښ کوی چې موسکا مو تل په شونډو وي.

۶. کله مو چې یو منفي فکر ذهن ته لاره کوي کوښښ‌کوئ چې په مثبت اړخ یې فکر وکړئ او که دډېرې هڅې سره سره مو مثبت اړخ ونه مونده، کوښښ وکړئ چې پام مو بل لوري ته کړئ او په دې اړه فکر مکوئ ، په تېره که دا فکر مو د نورو ملګرو او دوستانو په اړه وو کوښښ‌ مکوئ چې دنورو ژوند کې مداخله وکړی، او هغوی پرېږدئ چې هغوی وي دتاسوغوندې نشي کېدای او نه هم تاسو له ته او خپل ځان نه هغوی کېدای شی.

۷. کله چې منفي فکرونه په مثبتو هغو بدلوی کېدای شي چې دستونزو سره مخامخ شی او یا هم درته ستونزمنه ښکاره شي چې منفي شیان څنګې له ذهنه وباسی یوازې ډاډه اوسئ چې تاسو دا کار کولای شئ او ډېر زر به په دې کار بریالی شی ځکه هوډ دی چې هر ناممکن او ناشونی کار شونی کوي.

۸. دا مهمه نده چې اوس په څه شرایطو او حالاتو کې یی، یوازې مثبت فکر کوئ همدا مثبت فکر کول دي چې تاسو له دې سختو حالاتو راوباسي او حالات به دهمدې باور په لرلو بدلون مومي چې تاسو بدلون غواړی ، که استقامت وښیی ستونزې به د وخت په تېرېدو او یا هم ډېر زر حل شي او که لږ وخت هم ونیسي پای به یې ستاسو په خوښه دی یانې شونی دی او هغسې به کېږي چې څنګه تاسو یې غواړې.

نو ددې ټولو شیانو په پام کې نېولو سره دا هم مهم دی چې د مثبت ژوند کولو یو مثبت فکر دراتلونکې لپاره په پام کې ولری او په داسې یو راتلونکې تمرکز ولری چې خلکو ته یو مثال او بېلګه وی او چې کله ستاسو دبرخې او مسلک خبر رامخې ته کېږي، ټول خلک په دې باور وي چې په دې مسلک او برخه کې فلانی د حساب سړی دی او هغه دا کار کولای شي.

خپله ژبه تل مثبته او ښه وکاروئ او ددې مثبتې کارونې پایلې په هماغه شېبه او وخت کې ليدلای شئ که مونږ چاسره مخ کېږو او په ورین تندي ورسره روغبړ کوو او ښه راغلاست وایو هغه هم په هماغومره اخلاص او مینه راسره روغبړ کوي.

نو دا هغه لارې چارې دي چې مونږ نه یو مثبت او بریالی انسان جوړولای شي او مرسته کوي چې خوښ او خوشاله ژوند ولرو.

الماس