پنجشنبه , 25 اپریل 2024

مجیب ځدران د بنګله دیش پریمیر لیګ سیالیو کې لوبیږي

د افغانستان د ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی د بنګله دیش پریمیر لیګ یا ای پی ایل سیالیو کې د لوبیدو په موخه یاد هیواد ته ولاړ.

د کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې مجیب ځدران به د کومیلا ویکټورینز لوبډلې سره یوځای شي،خو د قرارداد په اړه یې ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

محمد نبي عیسی خیل او راشد خان هم د کومیلا ویکټورینز لوبډلې سره په روانو سیالیو کې ولوبیدل،خو افغانستان له امارتو سره د روانې نومبر میاشتې په ۲۹ نيټه په انټر کانټیڼټل کپ سیالیو کې څلور ورځینۍ لوبه لري،چې ددې سیالۍ په موخه محمدنبي عیسی خیل راستون شوی.

نبي په څلور سیالیو کې د کومیلا لوبډلې لوبډلمشري هم وکړه،چې لومړۍ لوبه یې وبایلله او درې نورې یې وګټلې.

له دې سیالیو څخه به راشد خان او ظاهر خان هم ژر راستانه شي خو سمیع الله شنیواری،نجیب ځدران او مجیب ځدران به د خپلو لوبډلو سره وي.

مجیب ځدران د اسیا د ۱۹ کلنو ځوانانو آسیایې جام په سیالیو کې ښه وځلید،نوموړی د شلو ویکټو په سوزولو سره د تورنمټ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د بنګلدېش کورنیو سیالیو په تېرو پړاونو کې محمد نبي، راشد خان،محمد شهزاد محمدي او سمیع الله شینواری لوبیدلي او ځلیدلي وه، خو نجیب ځدراڼ،ظاهر خان او مجیب ځدراڼ په کې په اول ځل برخه اخلي.

نصرت الله عمرزی