په اسلامي هیواد مراکش کې د بورقې یا چادري د بندیز نه وروسته پر تولید ، پېر او پلور هم بندیز ولګول شو.
د مراکش ولسي جرګې په هیواد کې د بورقې په تولید او پلورولو د بندیز لګولو اړوند د قانون مسوده ومنله. ددې له مخې به په ټول هیواد کې د بورقې تولید او پلورل منع شي.
د مراکش د کورنیو چارو وزارت دهیواد یوزیات شمیر ولایتونو والیانو ته په استولي رسمي مکتوبونو کې د بورقې یا چادري په تولید اوپلورلو د بندیز لګولو خبر ورکړی دی .
د کورنیو چارو وزارت د تانجا ، تاتاوین ، میرتیل، سیلا، تاریفدانات او مکنس په ښارونو کې د بورقې یا چاري تولیدونکو فابریکو او لویو لویو مغارو ته هم ورته مکتوبونه استولي دي.
چې په کې ژرتر ژره د بورقې د تولید او پلورلو د درولو غوښتنه شوې ده .
د مراکش د کورنیو چارو وزارت وایي، دیاد قانون څخه د سرغړونکو فابریکو مال او دارايي ګانې به ضبط کړې شي.
د مراکش د کورنیو چارو وزارت د بورقې فابریکو او مغازو ته ۴۸ ساعته ورکړي دی
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې په یو شمېر اسلامي هیوادونو کې او د افغانستان ګاونډي تاجکستان کې هم دغه کار ترسره شوی وو.