چهارشنبه , 24 اپریل 2024

مسوولین: ښايي راتلونکې اوونۍ د برېښنايي پېژندپاڼو ویش پيل شي

د نفوسو احوالو د ثبت ادارې مشر همایون محتاط وايي، ښايي راتلونکې اونۍ د برېښنايي پېژندپاڼو د ویش لړۍ پیل شي.
نوموړي پر خپل فیسبوک لیکلي، هیله لري په نږدې ورځو کې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ برېښنايي پژندپاڼه واخلي.
د محتاط په خبره ولسمشر غني ترې غوښتي، چې په نږدې ورځو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د ویش لپاره چمتوالی ونیسي.
که څه هم ولسي جرگې د نفوسو احوالو د ثبت قانون په اړه د ولسمشر غني فرمان رد کړی؛ خو همایون محتاط وايي، که ولسمشر حکم وکړي په پېژندپاڼو کې به هر هغه تغیر راشي، چې د ټولو توافق پرې شوی وي.
د پېژندپاڼو د ویش موضوع وروسته له هغه نوره هم لانجمنه شوه، چې ولسي جرگې د ولسمشر غني هغه فرمان رد کړ، چې له مخې یې د پېژندپاڼو ویش ته لار هواریده.
د ولسي جرگې له لوري د دغه فرمان په رد سره همداراز وکیلانو پریکړه کړې، چې په برېښنايي پېژندپاڼو کې به د ملت او دین کلمې نه لیکل کیږي؛ خو هغه فرمان چې ولسمشر صادر کړی و، د ملت او دین لیکل یې په پېژندپاڼو کې حتمي بللي و.
د نفوسو احوالو د ثبت ادارې مشر تر دې وړاندې هم څو ځله د پېژندپاڼو د ویش خبره کړې وه؛ خو د بېلا بېلو ستونزو له امله ځنډېدلې وه.