پنجشنبه , 25 اپریل 2024

مشوره؛ په ژوند کې د بریالیتوب راز!

ژباړه: نصیراحمد نظري

پوهېږو چې ټول ځوانانو په نه ستړي کېدونکې توګه د بریالیتوب لپاره هلې ځلې کوي؛ خو په ډېری مواردو کې دوی خپلو موخو ته نه دي رسېدلي. آیا دوی د ځان لپاره ناسمه لاره ټاکلې وه؟ روښانه موخې او مقاصد یې نه درلودل؟ خپلو وړتیاوو او امکانانو ته یې بې‌پامي کړې وه؟ آیا ناسم معیارونه يې انتخاب کړي وو؟

ښايي ټول دغه عوامل د ځوانانو په ناکامۍ کې رول ولري، خو یو لامل چې د ډېرو ناکامیو سبب کیږي، هغه د ژوند په مهمو مسائلو کې په «خپلو نظریو ټینګار»، «ځان غوښتنه» او له «نورو سره مشوره نه کول» دي. انسان د ژوند په ټولو پړاوونو کې چې کله له یوې ستونزې سره مخ کیږي او یا د یوې دوې لارې په سر درېږي؛ سخت د نورو کسانو مرستې، نظریې او مشورې ته اړتیا پیدا کوي. د نورو خلکو له تجربو څخه په ګټه نه اخیستنې سره د ژوندانه له ستونزو، هسکو او ټیټو څخه تېريدل خورا ستونزمن کار دی.

د علم او ټېکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ، کشفیات او اختراع‌ګانې او د بېلا بېلو موضوعاتو په باب نظریې؛ د هم فکرۍ او یو بل سره د تعامل او د یو او بل له تجربو څخه د ګټې اخیستنې پایله ده. که چېرته هرڅوک یوازې په خپل ځان متکي وای او د نورو له نظریو، وړاندیزونو او تجربو څخه یې ګټې نه پورته کولی؛ په ډاډ سره ویلی شو چې انسان به په ډېرو ساده او لومړنیو پړاوونو کې ژوند کاوه. د نورو تجربو ته لاسرسی او د هغوی د رغوونکو نظریانو څخه ګټه‌اخیستنه، د هغوی د اثارو، ژوند او کړه وړو له مطالعې او له دوی سره د پوښتنې او ځواب او مشورې له لارې شوني دي.

دغه مقاله د ځوانانو په بریالیتوب کې د مشورې د رول په اړه لیکل شوې ده او لیکوونکی یې د مشورې په هکله د دیني ارشاداتو او په دې اړه د اروا‌پوهانو د نظریانو په رڼا کې د لاندې دوو پوښتنو د ځوابولو هڅه کوي:

۱. مشوره د ځوانانو په بریالیتوب کې څه رول لري؟

۲. له څه ډول کسانو سره، څه ډول او په کومو برخو کې مشوره وکړو؟

د مشورې تعریف او اهمیت

د یوې مسئلې یا موضوع د حل په موخه پوهو کسانو ته مراجعه او په دې برخه کې د دوی له تجربو او پوهې څخه استفاده کولو ته مشوره وایي.

مشوره په ژوند کې یو اساسي رول لوبوي.تجربوي څېړنې ښيي که مشوره د ژوندانه په پرمختګ او له هغه نه ښه استفاده کې تر ټولو مهم رول نه لوبوي، نو لږ تر لږه یو له مهمو رولونو څخه ایفا کوي. مشوره په عامه او پراخه مانا، یو داسې جریان دی چې په ټولو عصرونو کې د ټولو خلکو لپاره مطرح وو؛ اما زموږ په ننۍ نړۍ کې له یوې چټې لمنې سره مطرحه ده؛ ځکه چې نوې ټېکنالوژي انسانان له سختیو او ډول ډول کړکیچونو سره مخ کړي دي. یو چینایی متل دی، وايي: «که غواړې یو کار په سمه توګه ترسره کړې، له دریو سپین‌ږیرو کسانو سره مشوره وکړه». دغه خبره په فارسي فرهنګ او ادبیاتو کې هم شته: «هغه چې زیاته مشوره کوي، هېڅ تېروتنه نه کوي». او امریکایان بیا وایي: «دوه فکرونه، له یوه فکر څخه غوره دي».

د مشورې په اړه د قرآنکریم څرګندونې

مشوره، قراني رېښه لري. خدای (ج) رسول اکرم (ص) ته فرمايي: «په چارو کې له مومنانو سره مشوره وکړه». او د ښو بنده ګانو په اړه فرمايي: «د نیکو بنده‌ګانو کار سلا او مشوره ده». د پیغمبر د مهمو کارونو څخه خلکو ته هدایت او سمې لارې ته رابلل وو. نوموړي به له نورو سره په مشوره، هڅه کوله چې د دوی ستونزې هوارې کړي، نو په حقیقت کې د دین په مانا او مفهوم کې مشوره نغښتې ده.

مشوره د پیغمبر (ص) په سیرت کې

پیغمبر (ص) او د ده اصحاب نه یوازې دا چې دوی تل خلکو ته لارښوونې او نیکې مشورې ورکولې، بلکې دوی خپله هم د خلکو سره سلا مشورې کولې؛ د بېلګې په توګه د بدر په غزا کې رسول (ص) په دې اړه چې آیا جګړه وکړي که نه، د خلکو نظر واخیست او وروسته تر هغې چې ډېری کسانو د جنګ رایه ورکړه، د جنګ تصمیم ونیول شو.

دغه د راز د اوسیدو د ځای په اړه هم د یوه صحابي خبره قبول شوې وه، چې ویلي وو: «که څه هم دغه ځای دوښمن ته نږدې پروت دی خو په څنګ کې یې اوبه دي». همدارنګه د خندق په غزا کې د ښار د ساتنې لپاره د خندق ایستلو نظر چې د سلمان فارس لخوا وړاندې شوی وو، هم منل شوی وو او رسول (ع) امر کړی و چې د مدینې شریفې په شاوخوا کې جر (خندق) وایستل شي.

ډېرې داسې بېلګې شته چې رسول (ع) او د هغه مبارک اصحابو خلکو ته نېکې مشورې ورکړې او دغه راز دوی په خپلو چارو کې له یو او بل سره سلا او مشورې کړې دي.

ولې مشورې ته اړتیا لرو؟

ډېری ځوانان احساس کوي چې دوی خپلواک او ازاد خلک دي؛ هڅه کوي چې خپله د ستونزو څخه ځان وباسي، ځکه نو د خپلو والدینو او استادانو مشورو ته غوږ نه نیسي. د کبر او ځان غوښتنې دغه حس د دې لامل کیږي چې ځوانانو په یوازیتوب سره پرېکړې وکړي. د ګڼو ځوانانو ماتۍ او ناکامۍ په ډېری مواردو کې همدا دي.

د سلا مشورې ګټې

انسان چې هرڅومره زیاته تجربه او پوه ولري، هرو مرو د نورو سلا مشورې ته اړتیا لري. حضرت علي (رض) فرمایلي دي: «هوښیار، د نورو کسانو له مشورې څخه بې نیازه نه وي». څرګنده خبره ده چې د پوهې له پلوه ټول انسانان یو شان نه دي؛ ان هغوی چې د پوهې کچه یې لوړه هم ده، نسبت نورو خلکو ته د د ژوندې د سمې لارې په تشخیص کې ناتوانه دي.

یو بل مهم ټکی دا دی چې هرڅوک موضوعاتو او مسایلو ته له یوې ځانګړې زاویې څخه ګوري او یوازې د سلا مشورې له لارې نور خلک کولی شي د عین موضوع بېلا بېلا اړخونه وڅېړي؛ نو تر ټولو هوښیار خلک هغه دي چې له نورو کسانو سره په سلا مشوره کې تر هرچا وړاندې وي. په مشوره کولو کې ګڼې ګټې نغښتې دي؛ نو که سلا او مشورې څخه په سمه او منطقي توګه استفاده وشي، له ډېرو ستونزو څخه به مخنیوي شوي وي.

 

۱. مشوره او د نورو کسانو له عقل او پوهې څخه ګټه اخیستنه

د نورو کسانو د فکر او عقل وړانګې د انسان لارې روښانه کوي او همدغه روښنايي په فردي او ټولنیز ژوند کې د نېکمرغۍ زمینه سازي کوي. حضرت علي (رض) فرمايلي دي: «د خپلې لارې چراغ مو د نورو خلکو د کلمو او لاروښونو په نور روښانه کړئ». په یو بل کې ځای کې فرمايي: «څوک چې له نورو سره مشوره کوي؛ د هغوی له عقل او تجربو څخه برخمن کیږي او کولی شي ښه پرېکړه وکړي».

۲. مشوره او لرلید

په ځینې روایانو کې مشوره او د نورو کسانو نظر غوښتنه یو ډول لرلید (دوراندیشی) ګڼل شوې ده. له رسول (ص) څخه وپوښتل شول: «لرلید څه شی دی؟» هغه مبارک وفرمایل: «د نظر له خاوندانو او پوهانو سره مشوره کول او په هغه عمل کول».

په ځینو حساسو وختونو او مهمو تصمیمونو کې لکه د تحصیلي رښتې او د ژوند د ملګري ټاکل، کسب او کار او داسې نورو کې ځوانان په یوازیتوب سره نشي کولي پرېکړه وکړي؛ ځکه چې دوی په دې برخه کې کافي اندازه پوهه او تجربه نلري او ډېری وخت د خپلو ناپایدارو احساساتو او عواطفو تر اغیز لاندې راځي. کیدای شي یوه مسئله د دوی په نظر سمه او منطقي وي، اما په حقیقت کې به د نوموړي د اعتقادي او فرهنګي ارزښتونو سره په ټکر کې وي. په دې ډول مواردو کې د نورو نظر اورېدل، د هغه شخص واقع بینۍ او لرلید ګڼل کیږي او په دې سره کولی شي له ناسنجیده او چټک تصمیم څخه چې ګڼو ستونزو او ناکامو ودونو لامل کیږي، مخنیوي وکړي.

۳. مشوره او روحي پیاوړتیا او پر ځان باور

دا یو واقعیت دی چې که انسان په ژوند کې داسې یو څوک و نلري چې له هغه سره د زړه خواله وکړي، د یوازيتوب او غربت احساس کوي او په پایله کې نشي کولی خپلې دندې او مسؤلیتونه په پوره باور او اطمینان سره ترسره کړي. ښايي د همدې دلیل له امله مشوره یو ډول مرسته او پلوي یاده شوې ده. «مشوره کول د مرستې او پلوۍ غوښتنه ده». په یو بل روایت کې رسول (ص) فرمایلي دي: «له مشورې پرته بل هېڅ ډول باوري مرسته نشته».

اروا پوهان په دې باور دي چې د نورو کسانو تائید او مرسته پر ځان د باور او درناوي د زیاتېدو لامل کیږي. همدارنګه شخصي تجربو ثابته کړې ده چې کله موږ د یوه کار په اړه له چاسره مشورې کړې ده، په هغه کار کې د بریالیتوب په اړه زیات باوري وو.

۴. مشوره، له پېښمانۍ څخه مخنیوي

د سلا او مشورې بله ګټه له پېښېمانۍ څخه د ځان ژغورنه ده. رسول اکرم (ص) فرمايي: «هغه څوک چې مشوره نه کوي، پېښېمانه کیږي». دغه راز علي (رض) یو ځای فرمایلي: «څوک چې مشوره کوي، نه پېښېمانه کیږي». مشوره ددې لامل کیږي چې انسان د یوې موضوع او د ژوند کولو د لارې او طریقې ښه پېژندګلوي ترلاسه کړي او تر ټولو ښه لاره انتخاب کړي. پر دې اساس مشوره، هر وخت ارزښتمنه او ګټوره وي.

هر ډول کار چې یو انسان یې سر ته رسوي، هر ډول پرېکړه چې دوی یې کوي، په واقعیت کې د یوه نوي شي د بنسټ ډبره ایښودل دي. واده د کورنۍ بنسټ؛ د کسب و کار او تحصیلي رښتې ټاکنه، د راتلونکې جوړول دي. هغه ستونزې او بحرانونه چې په ځانګړې توګه ځوانانو ورسره لاس او ګرېوان دي، داسې خطرناک لاملونه دي چې له امله یې مینه په نفرت د کور صمیمي فضا په سوزېدونکو اختلافونو بدله کړي او بلاخره پایله یې جدايي او طلاق شي.

د دغو ټولو ناخوالو او له ژوند څخه د نا رضایتۍ عامل ناسمې ټاکنې، ناسمې پرېکړې او له لویانو سره د مشورې نه کول دي. خو مشوره بیا انسانانو ته فکري آرامتیا ور بښي. رسول (ص) فرمايي: «مشوره، د د ستونزو او سختیو په مقابل کې د ارامۍ بښنې وسیله ده».

۵. مشوره او په ژوند کې بریا

د انسان په بریالیتوب او پرمختګ کې ګڼ عوامل لکه هڅه او هاند، پشتکار، په خدای پاک باندې توکل، منظم پروګرام، له ځیرکۍ او هوښیارۍ څخه ګټنه او روحي او جسمي روغتیا رول لوبوي؛ مګر تر ټولو لوی لامل یې له ښو انسانانو سره مشوره او د نورو بریالیو کسانو له تجربو څخه ګټه اخیستل دي. د یوې مطالعې پر بنسټ چې په ۱۹۸۴ مېلادي کال کې ترسره شوې وه، هغه ډله خلک چې په خپلو پروګرامونو او پریکړو کې له خلکو سره مشوره کوله؛ تر هغو خلکو چې مشورې ته اهمیت نه ورکاوه، چټک خپلو موخو ته رسیدلي وو. په دینې ارشاداتو کې هم راغلي؛ الهي نصرت د هغه چا په برخه کیږي، چې په کارونو کې له خلکو سره مشوره کوي. رسول (ص) فرمایلي دي: «که څوک وغواړي یو کار ترسره کړي او د هغه په اړه له یوه دیندار کس سره مشوره وکړي؛ الله پاک هغه څه د دغه کس په نصیب کوي چې تر ټولو غوره وي».

آیا په ټولو کارونو کې باید مشوره وکړو؟

دا چې د ځوانانو په بریا او پرمختګ کې مشوره ځانګړی اهمیت او رول لري، نو دا د دې مانا نلري چې ځوانان باید په ټولو کارونو کې له خلکو سره مشوره وکړي او هر هغه خبره ومني چې نور خلک یې ورته وايي. لکه څرنګه چې له مشورې پرته یوه پرېکړه خطرناکه تمامیدای شي، همدارنګه تر حد زیاته مشوره او له خلکو دا تمه کول چې په هر کار کې درته لارښوونه وکړي، د دې سبب کیږي چې یو څوک په خپل نفس اعتماد له لاسه ورکړي. په دې ترتیب، هر وخت، هر ځای او په هر کار کې له خلکو سره پرته له سوچ کولو مشوره سم او مناسب کار نه دی. په لویو پرېکړو او تصمیمونو کې باید له هوښیارو کسانو سره مشوره وکړو؛ اما کوچني کارونه باید خپله په خپل عقل او فکر مخ ته یوسو.

لیکوال: شمیم یاس