مصر: په جومات کې چاودنې سلگونو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې

د مصر سينا ولايت العریش ښار په يوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال د چاودنې له امله لږ تر لږ۲۳۵ کسان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپيان دي.

د مصر رسمي خبري اژانس وايي، چې له چاودنې وروسته په جومات کې په موجودو کسانو ډزې هم شوي دي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د چاودنې له امله په ټول هېواد کې درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

د مصر رصد خبري اژانس وايي، چې جومات د سیمه‌ييزو صوفيانو و او د بريد لامل هم د صوفيانو له لوري د امنيتي ځواکونو ملاتړ بلل شوی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس ليکلي، چې د پېښې په قربانيانو کې پوځي چارواکي هم شامل دي.

د چاودنې په اړه ضد او نقیض راپورونه تر لاسه شوي دي. رصد خبري اژانس وايي، چې شاوخوا څلوېښتو بريدگرو د خطبې له پيل وروسته پر لمونځ کوونکو ډزې پيل کړې، خو يوې بلې سرچينې ويلي، چې لومړی په جومات کې ستره چاودنه وشوه او ورپسې بریدگرو پر خلکو ناتاره ډزې پيل کړې.

عربي رسنۍ وايي، چې بريدگرو له جوماته بهر د خلکو موټر هم سوځولي او د العریش لويه لاره يې هم د خلکو او ترافيکو پر مخ تړلې وه.

د مصري رسنيو په وينا د سينا، بير العبد او نورو نژدې سيمو په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. د مصر د روغتيا وزارت وايي، چې سينا ته يې روغتيايي ټيمونه لېږلي دي.

له چاودنې وروسته د مصر ولسمشر د ملکي او پوځي چارواکو بېړنۍ غونډه رابللې او په ټول هېواد کې يې درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

مصري ژورنالېست او د اسلامي ډلو د چارو کارپوه منیر ادیب الجزيرې ټلويزون ته ويلي، چې شونې ده دغه بريد داعش ډلې کړی وی.

د ادیب په باور داعش ډله د دې هڅه کوي، چې خپل ځان غښتلی او د مصر امنيتي ځواکونه د خپلو بريدونو پر وړاندې ناتوانه وښيي.

د ۲۰۱۳ راهيسې د وسله‌والو ډلو له لوري پر امنيتي ځواکونو، مسيحيانو او نورو سيمو کې بريدونه او چاودنې زياتې شوي او ډېری دغه بريدونه داعش ډله کوي.