مطالعه تاسو له فکري معیوبیته ژغوري

لیکوال : نورمدین بلخېل

مطالعه بې نهایت زیاتې ګټې لري، چې که سړی ورباندې بحث وکړي، ډیرې خبرې ورباندې کیدای شي؛ خو یو د هغوی له مهمو ګټو څخه داده چې سړی د ذهني او فکري معیوبیت څخه ژغوري او بالاخره په چارو کې یې د بریالیتوب تر پوړه رسوي.

فکري معیوبیت؛ لکه په چارو کې ډول ډول ستونزې، خپل ځان او خپل شان ته نه متوجه کیدل، د منفي فکرونو لرل، په چارو او مسولیتونو کې په ځان د باور نه شتون، له نورو خلکو سره د نفرت او کرکې په حالت کې مخامخ کیدل، د هر وهمي حالت په اړه منفي فکر لرل کوم چې چندان حقیقت ته هم نږدې نه وي، د ژوند په چارو کې بې کیفیته کیدل او دا نور ډیر څه د فکري او ذهني معیوبیت نښې دي.

تاسو به ځینې خلک لیدلي وي چې د فکري ذکاوت د نه موجودیت له کبله د ژوند په ډیرو عادي چارو کې هم له سختو ستونزو او موانعو سره مخ وي، که چېرته دوی د دغو ستونزو په اړه له چاسره خبره شریکه کړي نو د پوهې او تجربې خاوندان ورته د دوامداره ازادې مطالعې توصیه کوي.

تاسو به داسې کسان لیدلي وي چې یو وخت کې یې ښه وړتیا او لیاقت لره؛ خو کله چې دوی مروري مطالعه پریښوه؛ نو ورسره د دوی د وړتیا کچه هم را ټیټه شوه او بالاخره پایله یې صفر ته را ښکته شوه ، دا چې نوموړی په یوه وخت کې د یوه وړ انسان په حیث پیژندل کیده او په ټولنه کې یې عزت کیده خو نن ورته پخوانی مقام پاتی نه دی نو علت یې دادی چې ده مطالعه پریښې او ذهن یې کاملا فلج شوی دی؛ که چېرته غواړئ چې د روحي او فکري رنځونو له مصیبته خلاص شئ نو هڅه وکړئ تر څو هر وخت مطالعه وکړئ او په مطالعه کې د چارو او ژوند هره برخه په نظر کې وساتئ تر څو معلومات مو پوره او هر اړخیز وي.

بله مهمه خبره دا ده چې باید مطالعه مو مروري هم وي یعنې هدف دا چې که چېرته مو مخکې کتابونه مطالعه کړي وي او اوس یې معلومات در څخه هیریږي نو ضرور ده چې مخکني همغه کتابونه وګورئ تر څو مو مخکني معلومات د نوو معلوماتو سره اړیکه پیدا کړي او تاسو د مخکنیو او اوسنیو معلوماتو تر منځ فکري تسلسل برابر کړئ.

کوښښ وکړئ چې مطالعه مو جامده نه وي او ستاسو په فکري رغښت او جوړونه کې مهم رول ولوبوي، ځکه مطالعه باید زړه او عقل وروزي او دا هغه مطالعه ده چې هر انسان ورته اشد ضرورت لري؛ خو که چېرته مطالعه ستاسو احساسات منفي لوري ته کش کړي نو بده پایله به ولري.