ملي امنیت : په کندهار کي د عملیاتو پر مهال ۲ وسله وال ژوندي نیول شوې

د کندهار د ملي امنیت ریاست څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کي راغلي ، تیره شپه د ۰۳ په نوم ځانګړي قطعې د کندهار په شاولي کوټ  ولسوالۍ کي ځانګړي عملیات تر سره کړي چي په ترڅ کي یې دوه وسلوال طالبان ژوندي نیول شوې دي.

د خبرپاڼې په حواله دا عملیات د شاولیکوټ ولسوالۍ په چوغک او المیش په سیمو کي تر سره شوي دي چي پر مهال یې د وسلوالو طالبانو وسلي ، موټر سایکلونه او مهمات هم نیول شوي دي.

وسلوالو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.