ملي لوبډلې خپل پیاوړي سیال زمبابوي ته په ۵۴ منډو ماتې ورکړه

د ملي لوبډلې او زمبابوي تر منځ د پنځو یوې ورځنیو سیالیو لړۍ دوهمه لوبه کې ملي لوبډلې خپل پیاوړی سیال ته په ۵۴ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه ملي لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

که څه هم یو شمېر لوبغاړو ډېره ورو توپ وهنه وکړه خو بیا هم ملي لوبډلې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۳۸ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې لپاره محمد شهزاد په ۸۷ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۶۴، رحمت شاه په ۶۶ توپونو دریو څلوریزو په مرسته ۵۳، نجیب الله ځدران په ۴۷ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۴۵ او محمد نبي په ۳۳ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۳۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي ول.

نور علي ځدران په ۲۸ توپونو ۱۴، اصغر ستانکزی په ۲۰ توپونو ۶، ګلبدین نایب په ۱۰ توپونو ۵، راشد خان په ۵ توپونو ۳، دولت ځدران په ۳ توپونو ۱، حشمت الله شهیدي په ۱ توپ ۲ او امیر حمزه له کومې منډې جوړولو پرته ناسوځېدلی پاتې شو.

چیتارا زمبابوي لپاره تر ټولو زیاتې وېکېټې واخیستې. نوموړی خپل ۱۰ اورونو کې ۳۶ منډو ورکولو سره ۳ وېکېټې واخیستې. نګراوا او کرېمر دوه دوه او امپوفو یوه وېکېټه واخیسته.

زمبابوي هم ځوابي توپ وهنې کې پیاوړې توپ وهنه پیل کړه او د پیل په شیبو کې دغه لوبه د زمبابوي په واک کې وه خو وروسته د ملي لوبډلې توپ اچوونکو پیاوړې توپ اچونه د زمبابوي مهمې وېکېټې اخیستلو سره لوبه د افغانستان په ګټه روانه کړه.

زمبابوي ۴۲.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د مایر نیمه سلیزې په مرسته ۱۸۴ منډې جوړې کړې او په پرلپسې ډول دوهمې لوبې کې يي هم ماتې وخوړه.

زمبابوي لپاره مایر په ۵۵ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۵ او اېرواین په ۵۲ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۳۴ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

ملي لوبډلې لپاره راشد خان تر ټولو پیاوړې توپ وهنه وکړه. راشد خان خپل ۷.۱ اورونو کې یوازې ۲۵ منډو ورکولو سره درې وېکېټې واخیستې.

محمد نبي هم خپل ۹ اورونو کې ۳۸ منډو ورکولو سره درې وېکېټې واخیستې. ګلبدین نایب خپل ۸ اورونو کې ۳۸ منډو ورکولو سره ۲ او امیر حمزه خپل ۱۰ اورونو کې ۴۰ منډو ورکولو سره هم دوه وېکېټې واخیستې.

دولت ځدران خپل ۸ اورونو کې ۴۲ منډو ورکولو سره د وېکېټې په اخیستلو بریالی نه شو.

راشد خان پیاوړې توپ وهنې او درې وېکېټې اخیستلو له امله ددې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دغې لوبې ګټلو سره د دغه پنځه یوې ورځنیو سیالیو لړۍ ۲-۰ سره د افغانستان په ګټه ده او درېیمه لوبه به د فبروري په ۲۱مه ترسره شي.