پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ملي لوبډلې دصحرا جام سیالیو دوهمه لوبه هم وګټله

د صحرا جام سیالیو شپږمه لوبه د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ وه چې دغې لوبې کې ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لوبډلمشر اصغر ستانکزی د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه. د متحده عربي اماراتو لوبغاړي چټکه لوبه پېل کړه او د پیل په اورونو کې يي زیاتې منډې جوړې کړې.

متحده عربي اماراتو لوبډلې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د شیمان انور نیمه سلیزې په مرسته ۱۴۶ منډې جوړې کړې.

د متحده عربي اماراتو لپاره شیمان انور په ۵۲ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۲ او روهن مصطفی په ۱۹ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږېزې په مرسته ۲۹ منډو جوړولو سره ښه لوبه وکړه.

د افغانستان لپاره دولت ځدران خپل ۴ اورونو کې ۴ وېکېټې واخیستې خو دغو اورونو کې يي ۴۴ منډې هم ورکړې چې د منډو ورکولو اوسط يي ۱۱ و.

راشد خان تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه. راشد خان خپل ۴ اورونو کې یوازې ۱۲ منډو ورکولو سره دوه وېکېټې واخیستې. فرید احمد خپل ۴ اورونو کې ۳۱ منډو ورکولو سره یوه وېکېټه واخیسته.

کریم جنت خپل ۳ اورونو کې ۲۵، محمد نبي خپل ۴ اورونو کې ۲۲ او ګلبدین نایب خپل یو اور کې ۱۰ منډو ورکولو سره د وېکېټې په اخیستلو بریالي نه شول.

ځوابي توپ وهنې کې که څه هم ملي لوبډلې د توپ وهنې د پیل په شېبو کې دوه مهم وېکېټې له لاسه ورکړې خو بیا هم د سمیع الله شینواري او اصغر ستانکزی د منډو په مرسته ټاکل شوی هدف ته ورسېد.

افغانستان ټاکل شوی هدف په ۱۸.۵ اورونو کې یوازې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او سیالې لوبډلې ته يي په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه.

د افغانستان لپاره سمیع الله شینواری که څه هم ډېر ورو توپ وهنه وکړه خو بیا هم په ۴۴ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته يي ۴۲ منډې جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی و. اصغر ستانکزی په ۲۴ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۰ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

نجیب الله ترکی صفر، محمد شهزاد ۱۵ او محمد نبي ۱۱ منډې جوړې کړې. کریم جنت ۲۲ او نجیب الله ځدران ۱۱ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځېدلي پاتې شول.