ملګری دې په څو خرڅوې؟!

 

 

يو سړي بل ته وويل چې: ملګری دې په څو خرڅ کړ؟

هغه ورته وويل چې په ۹۰ تيروتنو.

اول ورته وويل: ډير ارزان دې خرڅ کړی.

پدې کيسه کې چې سړی فکر وکړي، سړی حيرانيږي چې هغه نفر نهه اتيا وارې خپل ملګري ته عفوه کړې، او نويم وار يې ورسره پريښوده.

خو دا بل نفر چې ورته وويل: ارزانه دې خرڅ کړی، مطلب يې داوه چې نور به دې هم صبر او تحمل کړی وای، ستا دملګري قيمت ډير پورته دی، ۹۰ خطاګانې يا تيروتنې هيڅ هم ندي.

اوس دځان سره فکر وکړه چې ستا ملګري او انډيوالان دڅومره تيروتنو سره مساوي دي؟

بلکې څومره خطاګانو سره به برابر وي؟ که هغه ستا خپلوان وي، ورور يا خور، يا ښځه دې وي؟ يا دې مور او پلار وي؟

که سړی لږ فکر وکړي په افغانی ټولنه کې صله رحمي بالکل ورکه شوې، تربګنيانې دخپلو خپلوانو په منځ کې ورځ تر بلې په زياتيدو دي، او هغه هم په نه خبره.

ځينو ملګري يا خپلوان په يوه تيروتنه خرڅ کړي، حتی ځينو مفته او بغير ديوې تيروتنې خرڅ کړي، یوازې بد ګمان به يې ورباندې کړی وي او يا يې دنمام (چې ديو خبره بل ته وړي او دروغ هم پکې وايې) په خبره باور کړی وي.

خوښه مو نده چې دملګرو او خپلو او خپلوانو پدې نرخونو کې دسره فکر وکړو؟ او دا نرخونه يې لږ لوړ کړو؟

ديو شخص حقيقي قيمت هيڅکله هم نشې مالومولې ترڅو چې په مرګ درنه نه وي بيل شوی.

نو علاقات دې په هيڅومره تيروتنو مه خرڅوه، او دا دالله پاک قول رايادوه چې فرمايې:

﴿…وَالكاظِمينَ الغَيظَ وَالعافينَ عَنِ النّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ المُحسِنينَ﴾ [آل عمران: ١٣٤]

(متقيان) دخپلو غوسو زغمونكي دي، او (دوى) دخلكو څخه عفوه کوونکي دي، الله احسان کوونکي خوښوي.

خطا محوه كړه چې ورورولي دې دوامداره پاتې شي، خو دخطا په وجه ورورولي مه محوه کوه.