ممبیي لوبډله د ای پي ال سیالیو اتله شوه

 

دهندوستان پریمیرلیګ سوداګریزو کرکټ سیالیو کې تیره شپه د ممبيي او پوني لوبډلو ترمنځ پای لوبه ترسره شوه او ممبيي لوبډلې د یوې منډې په توپیر وګټله.

د لوبې پچه ممبيي انډیانس لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه،چې په ټاکلوشلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوزیدو سره ۱۲۹ منډې جوړې کړې،په توپ وهنه کې کرونال پنډیا د ۳۸ توپونو په لوبلو د ۲ شبږیزو او ۳ څلوریزو پرمټ ۴۷ او روحیت شرما په ۲۲ توپونو ۲۴ ترنورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې،او پوني لوبډلې ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

د پونې سوپر جینټ لخوا په توپ اچونه کې جای دوف،ادم زمپا او ډان کرسټیان دوه دوه لوبغاړي وسوزول.

په مقابل کې یې پونې لوبډلې د ټولو شلواورنو د شپږ لوبغاړو په سوزیدو یواځې ۱۲۸ منډې جوړې کړې او لوبه یې د یوې منډې په توپیر ممبيي لوبډلې ته وبایلله.

د پوني لخوا په توپ وهنه کې سمیت په ۵۰ توپونو ۵۱ او اجینکا ریحاني ۴۴ منډې وکړې.

د ممبيي لخوا په توپ اچونه کې جانسن ۳ او بومرا ۲ لوبغاړي وسوزول.

ددې لوبې غوره لوبغاړی کرونال پنډیا وټاکل شو.

د ای پي ال سیالۍ له ۲۰۰۸ کال راهیسې پیل شوي او دا یې لسم پړاو وو،چې د اپریل په پنځمه نیټه پیل شوی او تیره شپه پای ته ورسیده،چې ۸ لوبډلې پکې یو دبل پر وړاندې لوبېدې.

د ای پي ال په لسم پړاو سیالیو کې ترټولو زیاتې منډې جوړونکی د تېر کال اتلې لوبډلې(سنریزرز حیدر آباد) لوبډل مشر ډیویډ وارنر شو،چې په ۱۵ شو.

نوموړي ۶۴۱ منډې کړې وې،او په توپ اچونه کې هم د همدې لوبډلې تیزتوپ اچونکي بونیشورکومار د ۲۶ لوبغاړو په سوزولو سره لومړی مقام خپل کړ.

له دې وړاندې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۳ کلونوکې هم ممبيي لوبډلې د ای پي ال سیالیو اتلولي خپله کړې وه.

هیره دې نه وي چې په دې پړاو سیالیوکې دوه افغان لوبغاړي راشدخان په ۴ کروړه هندۍ روپیو او نبي په ۳۰ لکه هندۍ روپیو د سنرایزرز حیدآباد لوبډلې لخوا اخستل شوي وه.

محمد نبي په دې سیالیوکې په درې لوبوکې ولوبول شو،چې په یولسو اورونو کې یې ټولټال ۵۸ منډو په ورکولو سره ۲ لوبغاړي هم سوزولي وه او د منډو اوسط یې په هر اور کې ۵،۲۷ او راشدخان بیا په ۱۴ لوبوکې ولوبول شو،چې ټولټال یې ۵۴ اورونو کې ۳۵۸ منډو په ورکولو سره ۱۷ لوبغاړي سوزولي، په هر اور کې یې د منډو اوسط ۶،۶۳ دی،او د توپ اچونې په برخه کې یې په ۶ مقام کې ځای خپل کړی.

نصرت الله عمرزی