پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ممبۍ انډینز هم د انډین پریمیر لیگ پایلوبې ته لار ومونده

د انډین پریمیر لیگ دوهمه نیمه پایلوبه د ممبۍ انډینز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. دغې لوبې کې کلکته نایټ رایډزر له ممبۍ انډینز څخه په شپږو وېکېټو ماتې وخوړه.
د لوبې پچه ممبۍ انډینز لوبډلې وگټله او د ډگر ساتنې پرېکړه يي وکړه.
د کلکتې لوبډلې ټول توپ وهونکي د ممبۍ انډینز پیاوړې توپ اچونې پر وړاندې بې وسه ثابت شول.
کلکته نایټ رایډرز ۱۸٫۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۰۷ منډې جوړې کړې.
کلکته نایټ رایډرز لپاره یادف په ۲۵ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۱ او جگي په ۳۱ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۸ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.
ممبۍ انډینز لوبډلې لپاره کرن شرما ۴، بومراه ۳، جانسن ۲ او ملېنگا یوه وېکېټه واخیسته.
ځوابي توپ وهنې کې ممبۍ انډینز لوبډلې ټاکل شوی هدف ۱۴٫۳ اورونو کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د پانډیا غوره توپ وهنې په مرسته پوره او پایلوبې ته لار ومونده.
ممبۍ انډینز لپاره پانډیا په ۳۰ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۴۵ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و.
کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لپاره چاولا ۲ او یادف او کولټر نایل یوه یوه وېکېټه واخیسته.