ستاسو ذهن باید پر دې ډاډمن وي چې د يو کار د تر سره کولو او يا يو څه د تر لاسه کولو وړتيا لرئ. براین تریسي د “هدف” په نوم کتاب کې دوه مثالونه راوړي دي چې د یوه یې دلته یادونه کوو:
له يوه زده کوونکي مې وپوښتل چې موخه وټاکه. هغه وويل غواړم د يو کابل په موده کې په ټوله نړۍ کې سوله راولم.
بيا مې ترې وپوښتل: ایا ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي یې؟
– نه
د امریکا ولسمشر یې؟
– نه
د یوې لویې ډلې مذهبې او معنوي مشر یې
– نه
چې داسې ده نو خپل کار کوه! ستا یې په نړیواله سوله څه! ته هڅه وکړه خپله کورنۍ دې په سوله کې ژوند وکړي.
موخه باید د باور وړ او ممکنه وي. که يوه داسې موخه ټاکئ چې په تر لاسه کولو يې ډاډمن نه وی، په حقيقت کې د خپلې ماتې لپاره نقشه جوړوی؛ ځکه یو خو مو داسې موخه ټاکلې چې پوهېږئ ورته رسېدی نه شئ او بیا یې چې کله د لاسته راوړلو هڅه کوئ تل به غمګین او پرېشانه یاست.
د ټاکل شوو موخو څو ښې بېلګې:
۱- د ۱۳۹۶ کال تر ۱۲ مې میاشتې باید ۶۵ کیلوګرامه وزن ولرم
۲- د ۱۳۹۶ کال تر پایه مې باید پانګه ۵۰۰۰۰ ډالره وي
۳- د ۱۳۹۷ کال په کانکور کې باید د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالی شم
او داسې نور…