مودي د هند د پاک ساتلو له حرکت سره د انوشکا مرسته غوښتې

د هندوستان لومړي وزیر د هندوستان د پاک ساتلو د حرکت سره د مرستې لپاره د بالیووډ همکاري غوښتې.

د خبرونو له مخې لومړي وزیر نریندرا مودي له خپله دفتره د بالیووډ په ښکلې اداکارې انوشکا شرما پسې لیک لیږلی او هغه يې ددې حرکت د پیل مراسمو او د حرکت سره همکارۍ ته وربللې ده.

انوشکا شرما له لومړي وزیر نریندرا مودي څخه مننه کړې او دا يې له ځان لپاره افتخار بللی، چې ښاغلي مودي دی د دې حرکت سره مرستې ته وربللې ده.

د هندوستان د پاکوالي دا حرکت چې د ښاغلي مهاتما ګاندهي تر نوم لاندې پیلیږي، موخه يې د د ټولنې د ټولو افرادو هڅول دي، چې د خپله ټولنه او چاپیریال پاک وساتي.

د مالوماتو له مخې د ډهلي او ممبي په شمول د هندوستان د ګڼو ښارونو هوا ککړه ده.