مور وګټلم او پلار ورسولم

لیکنه: اسیر همت روحاني

ښه مې یاد دي، ممکن لس یولس کلن به وم، د اوسني حکومت لومړي کلونه ول، یو درس کې اوسېدم، د کال اوله ورځ وه، عادة په وړوکوالي کې له کوره لري والی د زغملو وړ نه وي، له درس نه وتښتېدم، ځکه یو نوي پلمه مې موندلې وه، ځان سره مې جوړه کړه، چې کور ته به لاړ شې، هلته به دا پلمه وکړې، چې د کال لمړۍ ورځ وه، درس مو رخصت وو، په کور کې د یوې شپې تېرولو په بدل کې مو هر څومره وهل او ترټل د استادانو ګالل، مطلق مې اورېدلي ول، چې په نوروز کې یو مناسبت د خوښي وي، د حرمت او لا حرمت په اړه مې لا پوهاوی نه وو شوی، اول چې کور ته لاړم، کړېدلې مورکۍ سره مې ولېدل، له ستړي مشي نه وروسته یې راته کړه، هلکه! څنګه د هفتې په منځ کې راغلې؟ مال: د نوي کال د لمانځلو په وجه مو درس رخصت وو، ول: نوی کال لمانځل خو د مسلمانانو لپاره روا كله وو، دا څنګه استادان دی چې نوروز لمانځي؟ هک پک حیران شوم، چې اوس څه وکړم، خو ټېنګه مې خپله خبر تر سر ونیوه، چې نه استادانو په همدې موخه درس رخصت کړ، ول: ځه ښه ده، خو ګوره، شپه وکړه په پلار دې ځان ونه وینې، په دودېزه اصطلاح یې راته وویل: که در خبر شو، مړ کوي دي، د سمه ده، په ځواب سره مې سر ورته وښوراوه، د ولسوالۍ بازار ته لاړم، ډول وهل کېده، اتڼونه ول، وروسته د اسپ دواني لوبه دائره شوه، سانګه (هغه مېږوی/لرګۍ چې په ځمکه کې به خښ شوی وو، د آس سوار له لوري به د نېزې غوندې اوږده اوسپنه باندي اخستل کېده) اخستل کېده، لوبه ختمه او کور ته را ستون شوم، مور مې د یو اطاق په حمام کې چې فی الحال مو کار نه ترې اخسته، د یوې شپې لپاره وساتلم، سبحان الله مور څومره مهربانه او رحم دله وي، څومره سختی او کړاونه له بچي سره ګالي، خو بیا هم دا نه ستومانه شوه، او نه متنفره شوه، بلکه له بچي سره یې د هرې ستونزي ګالل د لیونۍ مینې یو شرط بللی ده، پلار که څه هم په ظاهره د بچیانو لپاره د میني ښکاره دریځ نه ښایې، مد نظر یې د زړه د میوې/بچې اصلاح وي، کنه پلار هم د مور په پرتله مهربانه زړه او عاطفي والا شخصیت ده، خو د مور د ډېري میني له کبله له خپل بچي سره همدا مینه پټه نشي ساتلای، دا د الله تعالی مقررات او تکوینات دي،

مور او پلار هغه نعمت ده، که یو ځل مو په ژوند کې له لاسه ورکړل، بیا نه راګرځي، په شتون کې یې د بچي لپاره لویه بریا نغښتې ده، د شخص لپاره ډاډ او باور ده، که د یو شخص په اړه باندي هر څوک منفي فکر لري، یواځې مور او پلار به وي، چې په اړه یې مثبت فکر لري، همدا وجه ده، چې اولاد ته فتنه ویل شوې ده، ځکه ډېر ځله مور او پلار د اولاد په وجه په فتنه کې را ګیرېږي، که یې بچۍ وږی وي، آن غلا هم ورته کوی، که زه ووایم: چې د مسلمان بچي ژوند په معنوي طور له مور او پلار سره تړلی ده، شاید څوک مې ملامت کړی، خو نه، دا ژوند چې شخص ته الله تعالی ورکړی، د للهیت او طاعت لپاره یې ورکړی، خو له دی سره سره که یو څوک طاعت او عبادت وکړي، خو مور او پلار ترې ناراضه وي، الله تعالی ترې ناراضه ده، ځکه د نبی اقدس (صلی الله علیه وسلم) حدیث مبارک ده، (رضی الرب فی رضی الوالدین وسخط الرب فی سخط الوالدین) وختې چې د الله تعالی ناراضي د مور او پلار په ناراضي کې خښه شوه، نو له ژوند نه را پنځول شوی معنویت له منځه لاړ، چې معنویت لاړ، ګواکې ژوند لاړ، ګواکې پر کوم اساس چې ژوند تکیه کوله هغه له منځه لاړ،

بناء د مور او پلار شتون یو لویه هسته وګڼئ، خدمت یې وکړئ، دعا یې جلب کړئ، مخکې له دېنه چې دا ستر نعمت له لاسه ورکوئ، هغه څه ترې حاصل کړئ، کوم چې ترې حاصلول یې لازم ګڼل کېږي، کومه مینه او تربیه چې مور مې راته راکړه، ویې پاللم، هغه ځای ته چې پلار و رسولم، که چیرته هغه زه هیر کړم، د الله تعالی په نعمتو کې د قیمت بها او ستر نعمت کفران به مې کړی وي، چې جبران به یې هم ونکړای شم.