سه شنبه , 23 اپریل 2024

موسکا د کرکې وژونکې ده!

لیکوال :  محمداکبر حقمل معینزی

موسکا هغه پیاوړې کړنه ده، چې کرکه له منځه وړي او مینه خپروي.

موسکا مو یو عادت وګرځوئ او د ژوند لویه برخه مو پرې ښکلې کړئ؛ ځکه موسکا ده، چې زړونو ته لارې جوړوي او د زړونو د تړاو لامل ګرځي.

او ځکه چې:

په موسکا موسکا لاسته راوړلی شو!

په سیاستي چلند له سیاستي چلند سره مخ کېږو!

په مینه مینه لاسته راوړو!

په کرکه کره لاسته راوړو!

په سوله سوله لاسته راوړو!

په جګړه جګړه لاسته راوړو!

په ښه کارو ښه پایله لاسته راوړو!

په بد کار بده پایله لاسته راوړو!

دا چې په موسکا مینه رامنځته کولای او کرکه له منځه وړلای شو، نو بیا ولې یې د ژوند یوه برخه نه ګرځوو؟

؛ کرکه له بې مینې چلند را منځته کېږي او په کرکې سره ژوند بدرنګ او تریخېږي.

؛ مینه له مسکي کېدو زېږي او په مینه ژوند ښکلی کېږي.