پنجشنبه , 25 اپریل 2024

مونږ باید خلک وپیژنو..؟؟

لیکوال : امداد الله (احمدزی)

هغه څوک چې غواړي د مملکت چارې په لاس کې واخلي او تاثیر او نفوذ پیدا کړي او یا هم هغه کسان چې غواړي زموږ د خاوری خدمت کوي او یا هم زموږ په سر تجارت باید ویې پیژنو.

د پیژندلو مطلب دا نده چې فلا ني کس ښه عزت لری ؛ ریس ده یا وزیر ده…….یا غټ تجازت لری دا قیسم پیژدلو نه زما هدف دا نه ده بلکی مقصد مې انسان پیژندنه ده چې ددی معرفت او پیژندنې لپاره پخې

سترګې پکار دی . دانسان اصلیت ؛جوهر د جواهرو له پیژندلو ډیر سخت او مهم کار ده انسان لکه د پیاز پشان په ډیرو پردو کې پټ ده او دا رنګه غیر له دی ده هم په ډیرو لباسو کې پټ او نغښتی ده په هر ځای کې بیل بیل رنګ لری په دیرو او حجرو کې یو راز او په مسجد کې بل راز دی.

په بازار کې اوبه څښي په کور کې بوتلونه په سر اړوی او په دولتي ادارو کې د خلکو وینې څښي مونږ ته پکار ده چې د هر چا معنا او حقیقت ته وګورو نه د خلکو په نومونو ؛سرمایه داری ؛ لباسونو او رنګونو باندې و غولیږو. موږ باید د هر چا ارادی ؛فکر ؛عمل ؛ او ارزوګانو ته وګورو .

موږ باید د سړیو پسې وګرزو او سړی پیدا کړو هغه کسان چې د ملت ؛ خاوری ؛سعادت غواړي او د اجتماعي درد او احساس لرونکی وی هغه پیدا کړو او هغوی ته د مملکت چاری وسپارو او احترام یې وکړو.

زموږ ټولنه د وطن خدمتګا رانو ته قدر ورکوي او په دی وخت کې هغه خلک ښاغلي دي کوم چه ګران وطن ته یې خیر او نفع ورسیږی.

هغه د پخوا وختونه تللي دي چې ځینو خلکو به د ریا ؛ جاه او جلال په جامو کې ځانونه پټول او خلکو ته به یې ځانونه بزرګان ښودل او چا به یې کار او عمل ته هم نه کتل .

خو دنن زمانی هنداره د پخوانۍ زمانې د هنداری برعکس ده هغه دا چه هر چا ته د جامو او لباس د صفایی او خیرنتوب نه علاوه د هغه جوهر ؛ او معنویت هم ښودلې شي.

که موږ او تاسې ښه فکر وکړو چه دا لوی خلک (د غټو مقامونو خاوندان) په ریښتیا هم لوی نه دي او نه هم حقیقت کې ټول واړه خلک دی.

موږ اوس ښه پوهیږو چې په مشرانو کې کشران او په کشرانو کې مشران شته او موجود دی.

خلکو ته باید له ورایه ونه ګورو بلکې د هغوی ایمانداری؛صداقت ؛ لیاقت ؛معنویت او جوهر ته وګورو او د ګران وطن ؛مظلوم ملت او خاوری اصلي او په حقه خدمتګاران د پردیو مزدورانو د وطن او مظلوم ملت دښمنانو نه بیل او جدا کړو او ویی پیزنو.